لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

روس کې د حکومت مخالفه مشر ملاتړ کونکي ۵۰۰ نه زیات مظاهرچیان نیول شوي


Russia/Navalny

په روس کې پولیسو د اتوار په ورځ لږ تر لږه ۵۰۰ هغه مظاهرچیان نیولي چا چې د صدر پوټین د حکومت مخالفه او ناقد الېکسي نېوالني په حق کې مظاهرې کولې. دا دویم اتوار/ یکشنبه ده چې په روس کې د الېکسي نېوالني لپاره مظاهرې کېږي.

د نیول کیدو او سزا کیدو نه بچ کیدو لپاره نن لومړي احتجاجونه په سابیریا او د روس لرې ختیځ او ولادیوستوک ساحلي ښار کې شوې وې. د نېوالني ملګرو د فرورۍ په دویمه نیټه د هغه د عدالتي قضیې وړاندې په ګرد روس کې د مظاهرو غږ کړی. نن په ماسکو کې د امکاني مظاهرو وړاندې ۲۵۰ نیول شوي چرته چې په عامه توګه لوې مظاهرې ترسره کیږي.

د ننۍ مظاهرو وړاندې د ماسکو پولیسو په سر ښار کې د اوو مېټرو سټېشنو یا د مزکې دننه چلیدونکې ریل ګاډي د بندولو اعلان کړی او ښار ته یې د خلکو په پېده ورتګ هم ځیني بندیزو لګولي. ځايي چارواکو د ښار دننه ځینو هوټلو او دکانونو د بندولو اعلان کړی او د ښار دننه چلیدونکي ګاډو لارې یې هم بدلې کړي.

الیکسي نېوالني د جنورۍ په منځ کې هغه مهال ونیول شو کله چې هغه د جرمني نه روس ته بیرته راغلی. نوموړي په جرمني کې تر پینځه میاشتو پورې علاج روان وو. د تیر اګست په میاشت کې په ساېبیریا کې د سفر په مهال هغه ته زهر ورکړل شوي وو.

امریکا او اروپايي اتحاد د نیوالني د نیول کیدو او تیره اونۍ د هغې لپاره شوې مظاهرو وروسته په سلګونو کسانو د بندي کولو په سختو ټکو کې غندنه کړې او د دغه کسانو د زر تر زره خوشي کولو غوښتنه یې کړې.‌

سره د دې چې په روس کې په قامي مطبوعاتو د نیوالني په خبرونو بندیز دی خو هغه په ګرد روس کې پلویان لري. او دغه حمایت یې زیاتره بیا په سوشل میډیا اوانلاېن کمپاېنونو نور هم زیات شوی.

هغه په سوشل میډیا اکثره داسې ویډیوګانې خپروي چې پکې د کریملن د چارواکو لخوا د بډو رشوتونو په اړه پلټنې شوي‌ وي. روانه اونۍ کله چې هغه په جېل کې وو، د هغې ډلې یوه اوږده ویډیو خپره کړې چې پکې دعوه شوې چې یو په زړه پورې محل د صدر ولادي مېر پوټن لپاره په پټه جوړ شوی. که څه هم روس په دغه ویډیو کې شوې دعوې رد کړي خو بیا هم دغه ویډیو ۷۰ میلینه کسانو کتلې.‌

روسي چارواکو ویلي چې نوالني د خپل ضمانت په خلاف ورزۍ سره سفر کړی او د روس د عدلیې وزارت د سزاګانو څانګې یې د ګرفتارۍ خواست کړی و. د جرمني نه روس ته د واپس کېدو په ترڅ کې، د نوالني جهاز چې د سرکاري ائېروفلوټ کمپنۍ د اختیار لاندې جهاز ګڼل کیږي، د دې پر ځای چې د ماسکو په ونوکوفو ائېرپورټ کې راکوزه شي، د ماسکو په شېرېمېتیافو ائېرپورټ کې راکوزه شوه.

د نوالني ملاتړو آمادګي نیولې وه چې د ماسکو په ونوکوفو ائېرپورټ کې د هغه هرکلي وکړي. شاوخوا دوه زره کسانو په یو فېسبوک پاڼې سره وعده کړې وه چې هغوی به د نوالني هرکلي ته ولاړ وي.

XS
SM
MD
LG