لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روسیې د خیبر پښتونخوا لپاره یو افتخاري جنرل کونسل ټاکلی


روسیې له پاکستان سره د نږدې اړیکو په درشل کې د سرحدي ایالت خیبر پښتونخوا لپاره ارسلا خان د یو افتخاري جنرل کونسل په توګه ټاکلی.

ارسلا خان ډیوې ته وویل، د روسیې لخوا افتخاري کونسلګرۍ په پېښور کې جوړه شوېده چې دی به پکې سوداګرو او تعلیمي ادارو ته اسانتیاوې برابروي.

(زه به ددې سیمې، روسیې، افغانستان او منځنۍ اسیا ترمنځ د سوداګرۍ ودې او پراختیا ته کار کوم او روسان به دې ته وهڅوم چې په خیبر پښتونخوا او فاټا کې پانګونه وکړي.)

ارسلاخان وړاندې وویل، دی به هغه سوداګریزه لاره یو ځل بیا جوړه کړي چې د پېړیو راهیسې پېښور د منځنۍ اسیا لپاره د یوې دروازې په توګه کارول کېده.

ده زیاته کړه، دی باور لري چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ له زیاتېدو سره به د روسیې او پاکستان ترمنځ دوستانه اړیکې لا پیاوړې شي.

د خیبر پښتونخوا والي، اقبال ظفر جګړه د سې شنبې په ورځ د ارسلاخان د پېژندنې په اړه یوې جوړې شوې غونډې ته وویل، له دې ښکاري چې د دواړو هېوادونو (روسیې او پاکستان) ترمنځ د اړیکو یو نوی پړاو (باب) پرانستل شوی.

د چارسدې ارسلاخان یو بانکي پانګوال او د خیبرپښتونخوا د پولیسو د پخواني انسپیکټر جنرل عباس خان ځوی دی.

پاکستان دا مهال له روسیې سره په داسې حال کې د خپلو اړیکو پراخوالی غواړي چې په دې وروستیو کې یې له امریکا سره اړیکې ډیرې بې خونده شوي دي.

روسیه د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د داعش له ودې او زیاتېدو څخه ویره لري.

په ورته وخت کې امریکا په پاکستان باندې له دې امله خپلې مرستې ځنډولې دي چې له افغان طالبانو سره مرسته کوي.

د ټرمپ اداره او افغان حکومت ادعا کوي، چې پاکستان هغو طالبانو او ترهګرو ته پټنځایونه ورکوي کوم چې په افغانستان کې په افغان او امریکايي ځواکونو باندې بریدونه کوي خو پاکستان دغه ادعا ردوي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG