لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان او روس د سفارتي تعلقاتو ۷۵ کاله ولمانځل


د روس او پاکستان د سفارتي تعلقاتو په ۷۵ کلیزه د روس خارجه وزیر سرګی لاو رو او د پاکستان خارجه وزیر بلاول بهټو زداري خصوصي بیانونه جاري کړي
د روس او پاکستان د سفارتي تعلقاتو په ۷۵ کلیزه د روس خارجه وزیر سرګی لاو رو او د پاکستان خارجه وزیر بلاول بهټو زداري خصوصي بیانونه جاري کړي

پاکستان او روس د سفارتي تعلقاتو ۷۵ کاله ولمانځل او په دې موقع د پاکستان خارجه وزیر بلاول بهټو زداري او د روس خارجه وزیر سرګی لاو رو خصوصي پېغامونه خپاره کړل.

د ګل، دوشنبې، په ورځ ټوېټر دلارې خپور شوي وډیو پېغام کې بلاول بهټو زرداري د روس ولس مخاطب کړو او ويې ويې وېل خوښي محسوسوي چې د خپل هم منصب ترڅنګ د روس او پاکستان د سفارتي تعلقاتو د قايمېدو د ۷۵ کليزې خصوصي دستوري لمانځي.

بلاول بهټو وویل د روس صدر ولادېمیر پوټن شکریه ادا کوي چې پاکستان سره د تعلقاتو د زیاتېدو ملاتړ يې کړی دی.

هغه زیاته کړه چې په ۱۹۴۸ کې د ماسکو او اسلام اباد ترمنځ د سفارتي تعلقاتو جوړېدو نه پس د دواړو ملکونو په همکارۍ کې ډیر پرمختګ شوی دی او دواړه ملکونه د یو بل په نظر او ترح ترجیحاتو او پوهه شوي دي.

هغه وویل دواړه ملکونو په سیمه کې د ثبات، توانای او په ګڼو نورو مدونو کې همکاري کوي.

د روس خارجه وزیر سرګی لاو رو په خپل وډیو پېغام کې د پاکستان ولس مخاطب کړو او ويې وېل د روس او پاکستان د سفارتي تعلقاتو د ۷۵ کال پوره کېدو په موقع ورته مبارکي وايي. هغه وویل روس او د روس صدر پوټن دپاره د پاکستان د ولس د جذباتو نه خبر دي.

لاو رو وویل که څه هم په تېرو ۷۵ کلونو کې د روس او پاکستان تعلقات د مختلفو دورونو نه تېر شوي دي خو روس همیشه پاکستان سره همکارۍ په زیاتولو کې دلچسپي لرلې ده او په هیڅ حالاتو کې روس د خپلو ژمنو نه دی په شا شوی.

هغه وویل د دې یو واضحه مثال په کراچۍ کې د سټيل مېل دی چې د نونسوه اتیام په لسیزه کې په افغانستان کې د جنګ باوجود روس يې په جوړېدو کې مرسته کوله. هغه وویل په ګډو، سند، کې د بجلي ګر پرانیسته هم په دغه وخت کې وشوه.

لاو رو وویل نن سبا د دواړو ملکونو تعلقات په مخکې تللي دي او د بنیاد يې په اعتماد دی، دواړه ملکونو د نړیوالې اېنجنډې په مسلو یو بل ته نژدې نظر لري.

روسي خارجه وزیر وویل غواړي چې د پاکستاني همکارانو د منصفانه، جمهوري او ګڼ اړخیز نړیوال نظام جوړولو دپاره کار وکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG