لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

روسيه او پاکستان: ناټو او امریکا په افغانستان کې د داعش پرضد پرېکړنده ګام نه پورته کوي


روسیه وايي، په افغانستان کې د داعش د مخ پر زیاتېدونکي ګواښ په اړه ژوره اندېښنه لري خو په دغه هېواد کې مېشت نړیوال ځواکونه د داعش پرضد څنګه چې لازمه ده هغه ډول ګام نه پورته کوي.

دغه خبره د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په ماسکو کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر خواجه اصف سره په یوې ګډې خبرې غونډه کې وکړه.

لاوروف وویل، په افغانستان کې د داعش شتون یوه جدي مسله ده. په زرګونو سرتیري لري او دا شمېره نوره هم مخ پر زیاتېدو ده خو د داعش د ګواښ پرضد د ناټو او امریکايي ځواکونو په چلند باندې شک څرګندوي:

(مونږ څو ځله له امریکايي چارواکو څخه د هغو مشکوکو هیلې کوپټرو په اړه پوښتنه کړې چې د ترهګرو تر واک لاندې سیمو ته تګ راتګ کوي خو دوي مونږ ته په دې اړه له ځواب ورکولو څخه ډډه کړې.)

په دغې خبري غونډه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف وویل، د پاکستان او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره پولې ته څېرمه په افغانستان کې د داعش د کمپونو د شتون په اړه پاکستان او روسیه یو ډول اندېښنه لري.

خواجه اصف وړاندې وویل، روسیه د داعش پرضد د رهبرۍ رول لري او که د داعش مخه و نه نیول شي نو ډیر ژر به د منځنۍ اسیا نورو هېوادونو او بلاخره د روسیې امنیت ته ګواښ متوجه کړي.

( په افغانستان کې د داعش شتون او د افغانستان شمالي ولایتونو ته د داعش انتقالول د اندېښنې وړ دي. که مخه یې و نه نیول شي نو د منځنۍ اسیا د هېوادونو امنیت ته هم ګواښ پېښوالی شي.)

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د داعش د ګواښ په اړه اندېښنه په داسې حال کې څرګندوي چې تر اوسه پورې د داعش اکثره پېژندل شوي مشران د پاکستان د قبایلي سیمو اوسېدونکي وو.

افغان سیاسي څېړونکي وايي، پاکستان وروسته له هاغې چې د افغان حکومت او امریکا لخوا ترهګرو ته د پټنځایونو د ورکولو له امله تر سخت فشار لاندې راغی نو روسیې او چین ته یې د نږدې کېدو هڅه وکړه.

افغان وتلی سیاسي کارپوه انجینیر مطیع الله خروټی وايي:

(دا سمه ده چې داعش باید وځپل شي خو پاکستان د دوه لسیزو راهیسې طالبان په غېږ کې نیولي. هغوی ته روزنه او پیسې ورکوي. د ښه او بد طالب په نامه یې جلا کړي. د استخباراتي معلوماتو له مخې د افغانستان ګڼ ترهګریز بریدونه په پاکستان کې پلان شوي نو ولې دوی د طالبانو او حقاني شبکې په وړاندې هم داسې کلک دریځ نه غوره کوي؟)

په غونډه کې لاوروف دا هم وویل، چې په افغانستان کې د ډیرو کلونو راهیسې د ناټو او امریکايي ځواکونو له شتون سره نه یواځې ترهګري او نشي توکي کم شوي نه دي بلکه د ملګروملتونو د وروستیو راپورونو له مخې زیات شوي هم دي.

نوموړي زیاته کړه د افغانستان په اړه د امریکا په نوې سټراتېژۍ کې د ترهګرو پرضد د زیات ځواک د کارولو یادونه شوېده خو دا څرګنده نه ده چې دا زیات ځواک به د چا پرضد کارول کیږي.

غونډې ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف دا هم وویل، چې افغانستان په یوه دردناک حالت کې دی او پاکستان پدې باور دی چې د افغانستان شخړه پوځي حل نه لري بلکه په افغانستان کې د افغانانو په مشرۍ د سولې او ملي پخلاینې له لیارې تلپاتې سوله راتلای شي.

خواجه اصف د ماسکو په دغې غونډه کې یو ځل بیا وویل، چې په افغانستان کې مېشتو بهرنیو ځواکونو د تېرو ۱۷ کالو راهیسې هېڅ هم نه دي ترلاسه کړي او اوس دوي د خپلې ناکامۍ تور په پاکستان او نورو هېوادونو باندې اچوي چې پاکستان هم دغه تورونه بې بنسټه ګڼلي او رد کړي یې دي.

ده وویل، پاکستان او روسیه نه یواځې په افغانستان کې د سولې راتلو ته هیله لري بلکه کار هم ورته کوي خو پدې خبره یې ټینګار وکړ چې دوي نشي کولای د نورو جګړه خپلې خاورې ته بوځي.

د روسیې او پاکستاني چارواکو دغه څرګندونې د هغې غونډې څخه وروسته شوي چې د افغانستان او د سیمې د امنیت په اړه په ماسکو کې جوړه شوې وه.

د کارپوهانو په اند پاکستاني چارواکي له هاغې راهیسې په ماسکو او پیکنګ کې سربډاله او ګنګس ګرځي له کومې راهیسې چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ په څرګندو ټکو وویل، چې پاکستان تل له امریکایانو سره چل او دوکه کړې. هم یې د امریکا پیسې او مرستې ترلاسه کړي او هم یې ترهګر په غېږ کې نیولي دي.

پاکستان دا تورونه ردوي چې ګواکې دوي د افغاني ترهګرو پټ یا ښکاره ملاتړ کوي خو تل یې له طالبانو سره په خبرو کولو ټینګار کړی.

پاکستان په کشمېر کې د جنګېدونکو ترهګرو په اړه بیا وايي چې دوي هغوی ته پیسې او وسلې نه ورکوي بلکه یواځې اخلاقي ملاتړ ترې کوي.

XS
SM
MD
LG