د روس په بېلګوروډ سیمه کې چارواکو د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د یوکرېن په حملو کې د نقصان خبر ورکړی دی.
د روس د دفاع وزارت وویل د بېلګوروډ په فضا کې یې د یوکرېن ۳۵ راکټونه او درې ډرون تباه کړي دي.
د سیمې ګورنر د سوشل میډیا په ټېلېګرام وېب پاڼه وویل د یوکرېن په حملو کې یوې ودانۍ ته نقصان رسېدلی او په بېلګوروډ ښار کې اور لګېدلی دی.
ګورنر دا هم وویل د سیمې په دوو کلیو کې ګڼ شمېر کورونه هم زیانمن شوي دي.
د یوکرېن په حملو کې د جاني نقصان څه ذکر نه دی شوی.
بېلګوروډ د یوکرېن د سرحد سره پرته روسي سیمه ده چې د یوکرېن په حملو کې اکثر په هدف کېږي.
بلخوا، د یوکرېن صدر ولادومېر زېلېنسکي د سویډن ستاینه کړې چې په اینده دریو کلونو کې په کییف سره د اووه بېلین ډالرو نه د زیات مالیت مرسته کوي.
زېلېنسکي د شورو، چهارشنبې، په ورځ قام ته خپله روزانه شبینه تقریر کې وویل د سویډن مرسته به نه یوازې یوکرېن بلکې د يورپ سرحدونه هم محفوظ کړي.
زېلېنسکي د هوايي دفاع په نظام کې د امداد غوښتنه تکرار کړه.
زېلنسکي وویل یوکرېن داسې ډول وسلو ته ضرورت لري چې د هغه بمونو مخه ونېسي چې روس د یوکرېن د توانای او د بنیادي سهولتونو په نورې اډاڼه حملو کې استعمال کړي دي. زېلېنسکي وویل یوکرېن
د خپلو مورچو، ښارونو او کلو د دفاع دپاره دغه ډول وسلې ته ضرورت لري.
زېلېنسکي وویل یوازې د اپرېل په میاشت کې روس د یوکرېن په ضد مزایلو او د ډرو نه علاوه د ۳۲۰۰ زیات ګایډېډ بمونه استعمال کړي دي.
Forum