د روس د دفاع وزارت د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل د اوکراېن په ماریوپول ښار کې دا هفته ۹۵۹ اوکراېني عسکر روسي ځواکونو ته تسلیم شوي دي. پلخوا فېنلېنډ او سویډن د نېټو په پوځي اتحاد کې د شاملېدو دپاره په رسمي ډول خواستونه کړي دي.
د اوکراېني عسکرو د تسلېمېدو به اړه د روسيې د دفاع وزارت وېاند اېګور کوناشېنکوف وويل په ماريوپول کې د ازوو قام پرسته جنګیالو او د اوکراېن ځواکونه په لویه شمېره کې تسليمېدل پېل کړي.
کوناشېنکوف وویل په تسلیم شویو اوکراېني عسکرو کې اتیا ژوبل کسانو نه یو پنځوست کسان د دهوناسک نوازوفسک هسپتال ته د علاج لپاره وړل شوي دي.
د اوکراېن چارواکو د تسلیم شویو عسکرو په اړه د روسيې د شمېرو تصدیق نه دی کړی.
د اوکراېن د دفاع ناېب وزېرې د ګل، دوشنبې، په ورځ ويلي وو چې د دوه سوه شپېتو نه زیات جنګیالي د ازوستل د سټيلو د فېکټرې نه وتلي دي او ځانونه يې روسي ځواکونو ته حواله کړي دي.
د اوکراېن چارواکو وېلي چې دغو کسانو خپل مشن سر ته رسولی دی.
په دې اړه د ماريوپول مېئر ودایم بوشېنکو د وي او اې اوکراېني سروس ته مرکه کې وېلي چې د دې مېشن دفاع وجه او ډېر په بهادرۍ کې يې دښمن د ماريوپول د نېولو نه منع کړي وو. او داسې يې د اوکراېن امنیتي ځواکونو ته وخت ورکړی وو چې دوي وکړل شي، د روس د نورو عملياتو د پاره ځانونه تېار کړي.
د اوکراېن د دفاع ناېب وزېرې نانا مالیار وېلي د اوکراېن ځواکونو ډېره په بهادرۍ سره دفاع کړی.
هغې وویل په ماريوپول کې زمونږ محافظینو خپله دفاع ساتلې ده. دوي تر دوو زرو پورې د نورو پوځیانو پرځای کولو لپاره دښمنانو ته موقع نه ده ورکړې. دښمن يې نورو سیمو ته د پوځ ليږلو نه ايثار کړی.
روسيې ته د تسليم شویو اوکراېني ځواکونو سره به څه کېږي؟ دا لا ښکاره نه ده. د روس چارواکي د دې قېدیانو د تبادلې په اړه شک څرګند کړی.
خو راېټرز خبري ادارې ویلي دي چې په دونېسک کې د بېلتون خوښو مشر ډېنس پوشېلېن مقامي ميډیا ته وېلي چې په ازوستل کې د تسليم شویو اوکراېني ځواکونو د قسمت فېصله به عدالت کوي.
د څلورو لکو نه د زیاتو خلکو ښار ماريوپول باندې قبضه به د روس یوه لويه کامیابي وي.
خو روس د اوکراېن په مشرقي سيمو کې د لا نورو ډېرو علاقو د نېولو هڅې کوي خو تر دې دمه يې نه سرښار کېف نېولی او نه يې د ولسمشر ولادوماېر زېلېنسکي حکومت ړنګ کړی دی.
اوکراېني چارواکي دعوه کوي چې د روس د بمبارۍ په وجه د ماريوپول ښار کنډر شوی دی او اندازآ شل زره عادي خلک په کې وژل شوي دي.
د پېنټاګان وېاند جان کربي وېلي نه شي وېلی چې د ماریوپول د جګړې اختتام به څه وي خو زیاته کړې چې د ازو د سمندر په سيمه کې ماريوپول یو اهم صنعتي ښار دی.
کربي وېل چې د دې نه د روس د ارادو څرګندونه کيږي. چې دوي ډونباس هم په ګېره کې د اخېستلو وروستو قبضه کول غواړي خو تر دې دمه کامیاب شوي نه دي.
بلخوا سویډن او فېنلېنډ په نېټو پوځي اتحاد کې د شاملېدلو لپاره رسمي درخواست ورکړو. د دواړو هېوادونو سفيرانو د نېټو سېکټري جنرل جېنز سټالټنبرګ سره لېدلي دي.
جېنز سټالټنبرګ وویل د امنیت په دې صورتحال کې نن یوه ښه ورځ ده. د نېټو اتحاد د غړيتوب لپاره د فېنلېنډ او سويډن د درخواستونو راکولو مننه. هر یو هېواد دا حق لري چې د خپل مستقبل په اړه فېصله وکړي. تاسو د جمهوري عمل د لارې خپله فېصله کړې ده.
دا دواړه ملکونه په رواېتي توګه بې طرفه پاتې شوي دي خو په اوکراېن د روس د یرغل وروسته د دوي په تګلاره کې دا بدلون رامخې ته شوی
د نېټو اتحاد د غړي هېواد جوړېدلو لپاره ضروري ده چې د تنظيم دېرش هېوادونه په متفقه توګه د دې منظوري ورکړي. ترکیه د دوي د غړيتوب مخالفت کوي او د ترکي ولسمشر رجب طېب اردوان وېلي دي چې د نېټو اتحاد پراخېدل ښه خبره ده خو زیاته کړې چې د پي کې کې او واېي پي جي ترهګرو ته پناه ورکونکو ته د نېټو د غړيتوب مرسته کول د اتحاد د تګلارې تضاد دی.
د ترکيې ولسمشر مونږ د دېرشتو ترهګرو د واپس کولو غوښتنه کړې وه خو دوي یعني سويډن راته انکار وکړو. ته به مونږ ته ترهګر نه راکوي خو غواړې به چې مونږ تاسو د نېټو د غړيتوب ترلاسه کولو ته پريږدو. نېټو یو امنیتي اتحاد دی. دا د تحفظ اېجنسي ده. ځکه دا اداره د خپل د امنیت د کار د منع کولو په خاطر مونږ د ستاسو په حق کې راې نه شو ورکولی.
د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن د ترکيې خارجه وزير ماولت کاوسوغلو سره په نېویارک کې وېني. د امریکې د سټېټ ډېپارټمنټ وېاند نېډ پراېس وېلي چې په نېټو اتحاد کې د سويډن او فېنلېنډ ته د غړيتوب په اړه تر ډېر حده اتفاق ليدل کيږي.