لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس د اوکراېن ۶۰ ډرون ویشتلو دعوه کړې


Foreign journalists report from an observation point while smoke rises after a Russian attack in Kharkiv, Ukraine, May 17, 2024.
Foreign journalists report from an observation point while smoke rises after a Russian attack in Kharkiv, Ukraine, May 17, 2024.

روسي چارواکو د اتوار/ یکشنبې په ورځ ویلي چې اوکراېن په کرایمیا او نورو روسي برخو نهه بریدونه کړي چې پکې ۶۰ ډرون الوتکې کارول شوي چې له سببه یې د جنوبي روس یوه د تیلو کارخانه کې کارونه ځنډول شوي.

د روس د دفاع وزارت تر مخه د روس هوايي دفاعي نظام د دغه برید په ځواب کې په کرایمیا او نورو برخو کې ۵۷ او په بلګوروډ سیمه کې درې نورې ډرون الوتکې ویشتلي او راغورځولي.

د ځايي چارواکو تر مخه شپږ ډرون الوتکې د غورځیدو وروسته د تیلو پاکولو کارخانې په خوا کې غورځیدلي. د انټرفکس خبري ادارې تر مخه د دغې د تیلو کارخانې کار د څه وخت لپاره ځنډول شوي. د تیلو دغه کارخانه یوه شخصي کارخانه ده چې د هر کال ۴ میلینه مېټرک ټنه تیل پیدا کوي.

تر اوسه د روس دغه دعوې په اړه د اوکراېن لخوا څه غبرګون مخې ته نه دی راغلی.

د روانې میاشتې د پېل راهسې په خارکیو سیمه کې روس د اوکراېن لخوا په بریدونو کې زیاتوالی رپورټ کړی چې ورسره د جګړې نوی مېدان خلاص شوی.

د روس صدر ولادي میر پوټن ویلي چې روس د دغه شان بریدونو د مخنیوي لپاره د بفر زون نه راوځي، روس ویلي چې دغه حالاتو د روس او غرب تر منځه د جګړې شورو کولو خطرې سېوا شوې که چرې اوکراېن د غربي هیوادونو وسلې کاروي.

روس ویلي چې د خالي/ شنبې په ورځ روسي ځواکونو د اوکراېن په خارکیو سیمه کې یو کلی نیولی او هلته یې د اوکراېن د پوځ یو یونټ ته ماتې ورکړې.

د اوکراېن د هوايي ځواک مشر د اتوار په ورځ ویلي چې ځواکونو یې د روس لخوا د شپې اوکراېن پلو ته ویشتل شوي ټول ۳۷ بریدونه تباه کړي. د اوکراېن د فضايي پوځ مشر ویلي ٫٫ د هوايي دفاعي نظام په جګړه کې د روس لخوا ویشتل شوي ټول ۳۷ ډرونونه په کېیف، اوډیسا، ماييکولیوو، سومی او خېرسون په شمول نورو سیمو کې تباه کړل شوي.٬٬

د اوډیسا ګورنر بیا په ټېلیګرام ویلي چې یواځې په اوډیسا کې ۲۰ روسي ډرون الوتکې تباه کړل شوي. په دغه پېغامونو کې پوځ او یا عامو خلکو ته د زیان رسیدو کوم رپورټ نه دی ورکړل شوی.

د دې خبر معلومات د راېټرز خبري ادارې نه اخستل شوي او خبري اداره د دغې رپورټونو د ازادو سرچینو نه، نه دي تاېید کړي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG