لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس : شام کې به د بهرنو ځواکونو د پرځاې کولو اجازت نۀ شي ورکولى


د روس بهرنیو چارو وزير سرجي لاروف دشورو په ورځ وئيلي دي که چرې څوک د طاقت استعمال غواړي نو ددغسې گام اجازت به دملگرو ملتونو دسيکورټي کونسل څخه نۀ ورکول کيږي.
د روس بهرنیو چارو وزير سرجي لاروف دشورو په ورځ وئيلي دي که چرې څوک د طاقت استعمال غواړي نو ددغسې گام اجازت به دملگرو ملتونو دسيکورټي کونسل څخه نۀ ورکول کيږي.

په داسې حال کې چې د ملگرو ملتونو امنيتي شورا يا سيکورټي کونسل د صدر بشارالاسد په ضد شام کې د پيل شوي د 10میاشتو نه روان خونړي بغاوت اودرولو په اړه بحث کوي دشام پلوي هيواد روس وائي په شام کې به دبهرنو ځواکونو دگمارلو اجازت ورنۀ کړي.
د روس بهرنیو چارو وزير سرجي لاروف دشورو په ورځ وئيلي دي که چرې څوک د طاقت استعمال غواړي نو ددغسې گام اجازت به دملگرو ملتونو دسيکورټي کونسل څخه نۀ ورکول کيږي.
شام د نهې په ورځ دقطر دا تجويز رد کړى ؤ چې پکې په شام کې دياغيتوب ختمولو په غرض دعربي پوځيانو ليږلو خبره شوې وه، شام وئيلي وؤ دغسې گام کوم به صورتحال نور هم خراب کړي او بهرني مداخلت به لاره هواره کړي، قطر تيره اوونۍ شام کې دپوځيانو دتعيناتۍ تجويز ورکړى ؤ او وئيلي يې وؤ چې دوژنو اودرولو لپاره داسې کول ضروري دي.
دامريکا صدر براک اوباما دنهې په ورځ دشام لخوا دمظاهرينو په ضد جاري ساتل شوې کارروائي غندلې او دغه تشدد يې ناقابل قبول گرځولى، صدر اوباما ژمنه کړې وه دښاغلي اسد مستعفي کيدو لپاره به نړيوالې هڅې يو په دوه کړي.
دبشري حقونو دتحفظ ډلې وائي دنهې په ورځ دصدر اسد ځواکونو30 کسان وژلي چې پکې 19 په هومز صوبه کې وژل شوي وؤ.
ټاکل شوې عرب ليگ به دشام په بحران دخالي او اتوار په ورځ بحث کوي او هيله کيږي په هيواد کې دتنقيد لاندې نيول شوي دخپل څارنيز مشن په مستقبل غور وکړي.
شام په سيمه کې دماسکو يو ستر ملگرى هيواد او دوسلې يو ستر اخستونکى دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG