لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د روس صدر ولادیمېر پوټن د شام صدر بشارالاسد سره لیده کاته کړي


د روس صدر ولادېمیر پوټن او د شام صدر بشارالاسد

د روس صدر ولادیمېر پوټن د شام صدر بشارالاسد سره د روس په سوچي ښار کې د شام د شخړې د سیاسي حل په موضوع خبرې اترې کړي دي.

د دواړو مشرانو د وړاندې نه غیر اعلان شوي غونډه د گل، دوشنبې، په ورځ وشوه خو روس او شام په دې اړه اعلان د نهې، سه شنبې، په ورځ وکړو.

په ماسکو کې د کرېملېن ترجمان دمتري پېسکاو وویل د صدر پوټن او د صدر بشارالاسد د غوندې په نتیجه کې به د ترکې او ایران سره د روس د معاهدو لاره هم هواریدی شي.

د شام حکومتي خبري ادارې سانا او د کرېملین ترمخه د بشارالاسد سره خبرو اترو کې صدر پوټن وویل په شام کې د ترهگرو خلاف پوځي عملیات په کامیابۍ سر ته رسیدونکي دي او په دې خبره یې د شام صدر ته مبارکي ورکړه.

او بشارالاسد وویل په شام کې د جنگ صورتحال ته په کتنه په هیواد کې د سیاسي پرمختگ امید کیدلی شي. د روسي مطبوعاتو ترمخه، بشارالاسد په سوچي کې څلور گنټې تېرې کړې.

بشارالاسد دوه کاله وړاندې د روس دوره کړې وه. په دغه مهال روس په شام کې د صدر بشارالاسد د مخالفینو خلاف پوځي عملیات پېل کړي وو.

کرېملین وویل صدر پوټن اراده لري چې د شام په موضوع به د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ او د قطر امیر شیخ تمیم بن حماد الثاني سره نورې خبرې اترې وکړي.

په شام کې د امن په اړه به صدر پوټن د شورو، چارشنبې، په ورځ په سوچي کې د ترکي صدر رچب طیب اردوان او د ایران صدر حسن روحاني سره د سرمشرانو غونډې کوربه توب کوي.

روس، ترکی او ایران په شریکه په شام کې د څلورو داسې سیمو په قیام کې په شریکه کار کړی دی چې د جنگ نه پاکې ټاکل شوي دي او په عامه توگه ورته "ډي اسکلینش زونز" ویل کېږي.

ټاکل شوي ده چې د ملگرو ملتونو په مشرۍ کې په شام کې د امن په موضوع یوه بله غونډه د نومبر د میاشت په ٢٨ مه نیټه کېدونکي ده.

د ملگرو ملتونو د انساني امداد دفتر د نهې، سه شنبې، په ورځ خپل یو رپورټ کې ویلي په شام کې ١٣ مېلینه خلک امداد ته اړتیا لري.

رپورټ وايي د شام کړکیچ اووم کال کې داخل شوی دی او هلته د خلکو د ضرورتونو پېمانه انتهايي پیچیده کچې ته رسېدلي ده.

په شام کې د جنگ دلاسه ١٢ اشاریه شپږ کسان بې کوره شوي دي چې پکې پنځه اشاریه درې مېلینه خلک په گاونډي هیوادونو کې په ژوند کولو مجبور شوي دي.

ملگري ملتونه وايي په شام کې د نېمې نه کم هسپتالونه فعاله دي او د شام د موجوده ابادۍ په هرو دریو کې یو تن د څښلو غیرمحفوظو اوبو ته رسايي لري.

XS
SM
MD
LG