لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

روسي پارلمان د ايټمي وسلو د کمولو د تړون منظوري ورکړې


د پارلمان په برني ايوان کې دشورو په ورځ داسټريټجک ارمز ريډکشن ټريټي په نوم ددغه تړون پخلي لپاره رايې وشميرل شوې.

د روس پارلمان دامريکا سره دايټمي وسلو په ذخيرو کې دکمي دهاغه تاريخي تړون غوڅه منظوري ورکړې ده چې له مخې به يې دواړو هيوادونو ته دخپلو ايټمي وسلو په ذخيرو کې ديرش فيصده کمى راوستل وي
دپارلمان په برني ايوان کې دشورو په ورځ داسټريټجک ارمز ريډکشن ټريټي په نوم ددغه تړون پخلي لپاره رايې وشميرل شوې.
يوه ورځ وړاندې دروس دپارلمان ښکتني ايوان ددغه تړون منظوري ورکړې وه.دنهې په ورځ درايې شميرنې څخه وروستو امريکائي صدر براک اوباما خپل روسي سيال دمتري ميدوديف ته په تيليفون مبارکي ووئيله.
سپينه ماڼۍ وائي دواړو مشرانو په راتلونکو کلونو کې ددغه پرمختگ برقراره ساتلو دارادې څرگندونه کړې ده.
صدر اوباما او دهغه روسي سيال ميدوديف تير کال داپريل په مياشت کې په دغه نوي تړون لاسليکونه کړي وؤ چې دسړې جگړې په مهال په 1991ء کې دترسره شوي يو تړون ځايې يې نيولى ؤ.
ددغه تړون له مخې امريکا او روس به پابندي وي چې هغوي دخپلو ايټمي وسلو شمير 1550 پورې محدود وساتي چې په 2002م کې مقرر شوي حد کې ديرش فيصده کمى څرگندوي.

XS
SM
MD
LG