لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

روس او یوکراېن بیا د صلحې خبرې شروع کړي


د یوکراېن په دغه پوځي مرکز باندې شوې روسي حمله کې 35 کسان وژلی شوي او 134 ژوبل شوي دي چرته چې د نېټو پوځي دستو د یوکراېن ځواکونو ته پوځي تربیت ورکوو

یوکراېن او روس د ګل، دوشنبې، په ورځ بیا د صلحې خبرې په داسې حال شروع کړي چې د اتوار (یکشنبې) په ورځ روس د پولېنډ د سرحدي پولې نه ۲۵ کلومیټره لرې غربي یوکراېن کې په یو پوځي مرکز د کروز میزاېل خونړۍ حمله کړې.

د یوکراېن په دغه پوځي مرکز باندې شوې روسي حمله کې 35 کسان وژلی شوي او 134 ژوبل شوي دي چرته چې د نېټو پوځي دستو د یوکراېن ځواکونو ته پوځي تربیت ورکوو.

د یوکراېن صدر ولوډومیرزېلېنسکي د ځايي وخت ترمخه د ګل (دوشنبې) په سهار په ویډیو وېنا کې د اتوار (یکشنبې) ورځ‌ د ملک لپاره یوه توره ورځ‌ وه. نوموړي وېلي غربي مشرانو ته یې ښکاره خبرداری ورکړی وو چې روس به په ممکنه توګه باندې په دغه پوځي مرکز حمله کوي.

نوموړي د نېټو نه درخواست کړی چې د یوکراین فضايي حدونو باندې ’نوفلاي زون‘ په ځاې کړي او پېش بینې یې کړې که چرته نېټو دغه ګام پورته نه کړو نو دا صرف د وخت خبره ده چې روسي راکټونه به د نېټو په خاوره پرېوځي.

ددې وړاندې ذېلنسکي د اتوار په شپه قام ته په وېنا کې وېلي وو د روس صدر پیوټن سره د ملاقات کولو لپاره یې کوششونه کړی خو ناکامه شوی که څه هم د روس او یوکراېن استاذي په جنګ کې ګېر خلکو محفوظ ځایونو ته بوتلو او د ډزبندۍ په تړون باندې هره ورځ‌ خبرې کوي.

د امریکې قامي‌سلامتیا سلاکار جېک سولیوېن د اتوار په ورځ سي اېن اېن سره په خبرو کې ویلي، دا د امریکې د استخباراتو او ملي امنیت د سلامتیا کمېټۍ د پاره د حېرانتيا خبره نه ده او زیاته کړې دا د روس صدر پيوټن مايوسي څرګندوي ځکه چې د هغه پوځ ته هغه کاميابۍ نه دي ترلاسه شوي چې هغه یې تمه لرله.

جېک سيلوين خبرداری ورکړی که روس د نېټو په حدونو کې يو ډز هم وکړو، دوی به ورته ځواب ورکوي. هغه دغه خبره د امریکې یو خبري ادارې سي بي اېس نېټ ورک سره په مرکه کې کړې ده.

ددې ترڅنګ د امریکې د قامي سلامتیا صلاحکار، د قامي امنیت شورا او د خارجه وزارت نورو چارواکو سره په شریکه د ګل (دوشنبې) په ورځ‌ روم کې د چینايي حکومت اعلا چارواکو سره لیدل کتل کوي.

د امریکې قامي سلامیتا ادارې ویاندې اېمېلي هورن وېلي دغه خبرې اترې د امریکې او چین ترمنځ د رابطو لار پرانستې ساتلو لپاره روان کوششونو برخه ده. نوموړې وېلي دواړه اړخه به د امریکې او چین ترمنځ د سیالۍ برابر انتظام لپاره روان کوششونو او په سیمه ییز او نړیوال امنیت باندې د یوکراېن خلاف روسي جنګ د اثر په اړه خبرې کوي.

د اتوار په ورځ‌ په میډیا کې داسې خبرونه راغلي وو چې ماسکو یوکراېن کې د روسي جنګ لپاره د چین نه پوځي او اقتصادي مرستو درخواست کړی. ددې وړاندې واېټ هاوس چین ته د سختو نتیجو خبرداری ورکړی وو که چرته د بندیزونو نه بچ کېدو لپاره یې د روس سره مرسته وکړه.

د امریکې قامي سلامتیا صلاح کار جېک سولېون یوکراېن کې د روس لخوا د کېمیايي وسلو د استعمال په اړه زیاتېدونکو فکرمندو ته هم ځواب وېلی.‌

نوموړي وېلي دوي د وخت او ځاې صحیح اندازه نه شي لګولی او زیاته کړې ماسکو په دروغه باندې په امریکا او یوکراېن تور پورې کوي چې د روسي ځواکونو خلاف کېمیايي وسلې برابروي.

سولېون وېلي دا یو ښکاره اشاره ده چې روس د کیمیايي وسلو استعمالولو لپاره ځان تیاروي او بیا ددې تور په نور پورې کوي.


XS
SM
MD
LG