لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس او امریکې د وینزویلا پر سر یو بل ته اخطارونه ورکړل


د امریکا خارجه وزیر، مایک پمپیو وایي امریکا آماده ده چې په وینزویلا کې د روانې نارامۍ د ختمولو دپاره هلته پوځي مداخله وکړي. ښاغلي پمپیو له یو امریکایي ټي وي سره په خبرو کې وویل چې که چیرته همدا یې لاره وي، نو په وینزویلا کې د امریکې پوځي اقدام، له امکانه لیرې نه دی او امریکا به دا کار کوي.

خو سره له دې، د امریکا خارجه وزیر پر دې ټکي ټینگار وکړ چې ملک یې په وینزویلا کې له سوشیالیسټ نیکولاس مدورو څخه خوان گوایدو ته چې ځان یې موقت صدر اعلان کړی، د واک د سوله ییز انتقال طرفداره دی.

د خوان گوایدو موقت حکومت، امریکا او خواوشا پنځوسو نورو هیوادونو په رسمیت پیژندلی دی او هغه د وینزویلا برحقه مشر گڼي.

بل پلو د روس خارجه وزیر سرگي لاوروف خپل امریکایي سیال ته د ټلیفون له لارې خبرداری ورکړی چې که امریکا په وینزویلا کې پوځي لاسوهنه وکړي، نو سختې ناوړې پایلې به ولري.

لاوروف دا هم ویلي چې د وینزویلا په داخلي چارو کې د امریکې "مداخلت" د غندلو دی ځکه دا "د نړیوالو قوانینو نه یوه لویه سرغړونه ده".

د امریکې خارجه وزارت بیا وایي چې خارجه وزیر مایک پمپیو له مسکو څخه وغوښتل چې هغه دې په وینزویلا کې خپله لاسوهنه بنده کړي، او لاوروف ته یې دا خبره هم کړې چې په وینزویلا کې د روس او کیوبا کړه وړه به هغه هیواد بې ثباته کړي او کیدای شي چې د امریکې او روس ترمنځ اړیکې هم زیاتې خرابې کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG