لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس : ولگاگراد ښار کې بمي چاؤدنه کې ۱۰ کسان وژل شوي


د روس په جنوبي ښار ولگاگراد کې پرله پسې په دويمه ورځ چاؤدنې شوي دي
د روس په جنوبي ښار ولگاگراد کې پرله پسې په دويمه ورځ چاؤدنې شوي دي

د روس په جنوبي ښار ولگاگراد کې يو بس کې بمي چاؤدنه شوې ، چې له امله يې لږ تر لږه ۱۰ کسان مړه او ۱۰ نور ژوبل شوي دي . ولگاگراد کې د اتوار په ورځ هم د اورگاډي په يو سټېشن کې ځان مرگي بريد شوی ؤ او په هغې کې ۱۷ کسان وژل شوي وو .

د روس په جنوبي ښار ولگاگراد کې يو بس کې بمي چاؤدنه شوې ، چې له امله يې لږ تر لږه ۱۰ کسان مړه او ۱۰ نور ژوبل شوي دي . ولگاگراد کې د اتوار په ورځ هم د اورگاډي په يو سټېشن کې ځان مرگي بريد شوی ؤ او په هغې کې ۱۷ کسان وژل شوي وو .
د خبري ادارې ای پي ترمخه د گل په ورځ سحر د روس په جنوبي ښار ولگاگراد کې يو ټرالي بس کې چاؤدنه شوي چې په نتيجه کې يې ۱۰ کسان مړه او لس نور ژوبل شوي دي . د راپورونو ترمخه د روس ځائې چارواکو بس کې د بمي چاؤدنې او مرگ ژوبلو پخلی کړی دی .
د راپورونو ترمخه سيمه ايز چارواکو وئيلي ، بمي چاؤدنه په ښار کې د خلکو د تگ راتگ دپاره چليدونکي ټرالي بس کې شوې ده . او چاؤدنه دومره زوروره وه چې په نتيجه کې يې بس په مکمله توگه تباه شوی دی .
د روس يوې خبري ادارې د چاؤدنې په اړه د چارواکو د خلې وئيلي دي ، چارواکو دغه چاؤدنه بريد گرځولی دی او زياته کړې يې ده ، دا بله د ترهگرۍ پېښه ده چې بس پکې په نخښه شوی دی .
راپورونو ترمخه د پېښې پړه چا په غاړه نه ده اخيستې .
د اتوار په ورځ د ولگاگراد ښارد اورگاډي په مرکزي سټېشن باندي ځان مرگي بريد کې ۱۷ کسان وژل شوي وو .
د اتوار په ورځ د شوي پېښې په اړه د ولگاگراد ځائې چارواکو وئيلي وو ، يوې ښځينه ځان مرگي بريد کوؤنکې د اورگاډي په سټېشن ځان الوزولی دی .
ولگاگراد ښار کې له دې وړاندې هم ځان مرگي او بمي چاؤدنې شوي دي .
د روس په جنوبي ښار کې پرله پسې دوه ورځې دغه چاؤدنې په داسې مهال شوي دي ، چې شپږ اوونۍ وروستو د ۲۰۱۴م کال د فرورۍ په مياشت کې د ولگاگراد ښار ته نزدې سوچي سيمه کې د اولمپک لوبې پېل کيږي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG