لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس په هوايي برید کې د اوکراین د بجلۍ اډاڼې زیانمنې کړې او دوه تنه یې ټپیان کړي دي


د اوکراین چارواکي وایي روس نن د شنبې- خالي په شپه ورباندې د میزایلو او ډرون الوتکو په وسیله د بریدونو یوه نوې څپه پیل کړې، چې وایي د هیواد په جنوب ختیځ او لوېدیځ کې یې د انرجۍ اډاڼې زیانمنې کړې او لږ تر لږه دوه د انرجۍ د څانګې کارکوونکي یې ټپیان کړي دي.

د اوکراین هوايي دفاع روانه اوونۍ په دویم لوی برید کې د روس له ور ویشتل شويو 16 میزایلو څخه 12 او ټولې 13 ډرون الوتکې ویشتلې او را غورځولې دي.

د اوکراین د انرجۍ یا ګریډ چلوونکې ادارې یوکرینرګو وایي، په جنوب ختیځ کې په زاپوریژیا او په لوېدیځ کې په «لویو» سیمه کې د بریدونو له امله د دوی د اډاڼو سامان آلات زیانمن شوي دي.

اداره وایي په زاپوریژیا سیمه کې د انرجۍ دوه کارکوونکي ټپیان شوي او روغتون ته وړل شوي دي.

د «یوکرینرګو» ادارې په وینا، دا په تېرو درو میاشتو کې اتم لوی برید دی چې د اوکراین د انرجۍ پر اډاڼو باندې کېږي.

د زاپوریژیا ګورنر ایوان فیډوروو وویل، د روسي برید له کبله په سیمه کې د انرجۍ په یوه بنیادي اډاڼه کې اور لګېدلی او وایي د نورو زیانونو ارزونه روانه ده ځکه چې وایي د ترمیمي څانګې او بیړني ټیم کارکوونکو د برید مقابله وکړه.

فیدوروو د ټیلیګرام له لارې په یو پیغام کې ویلي، "موږ په ډاډ سره ویلای شو، دښمن به ونه ودریږي، ځکه اوکراین د هوایي دفاع سیسټمونو ته اړتیا لري".

ماسکو وايي، د اوکراین د انرجۍ پر اډاڼو یا تنصیباتو یې هوايي بریدونه د روس په خاوره کې د اوکراین د ډرون الوتکو د بریدونو په جواب کې کړي دي.

د «لویو» سیمې ګورنر مېکسیم کوزیڅکي ویلي، 67 اور وژونکو او 12 ځانګړو موټرو یې د پولېنډ پولې ته څېرمه په سیمه کې د لګېدلي اور په وژلو کې برخه اخیستې وه. ګورنر وويل چې په لويو سيمو کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د مارچ له میاشتې راهیسې روسي ځواکونو د اوکراین د انرجۍ پر اډاڼو بمباریو ته زور ورکړی، چې له کبله یې ددې هیواد د بجلۍ د پیداوار د وړتیا نیمایي برخه کمه شوې او د انرجۍ سخت بحران یې پیدا کړی دی.

د اوړي له ګرمې هوا سره سره د اوکراین ښارونه د ټاکل شوې انرجۍ له کمښت سره مخ دي ځکه نو له یورپي ګاونډیو څخه یې د بجلۍ وروستلو یا درآمد کولو چاره ریکارډ کچې ته ختلې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG