د روس صدر ولادېمير پوټن د جمعې په ورځ د ایران صدر مسعود پزشکیان سره په داسې حال کې ملاقات وکړو چې په یوکرېن کې جنګ دپاره روس ته د ایران د ډرون په ورکولو او په منځني ختیځ کې د اسرایل او د ایران حمایت یافته وسله والو ډلو ترمنځ تاوتریخوالی د زیاتېدو په اړه په تشویش کې اضافه کېږي.
دواړو صدرانو د جمعې په ورځ د ترکمنستان په سرښار عشق اباد کې ملاقات وکړو.
د روس د سرکاري مطبوعاتو ترمخه، په عشق اباد کې د یوې نړیوالې غونډې په څنډه کې پوټن او پزشکیان په ملاقات کې د منځني ختیځ په صورتحال بحث وکړو.
په کال ۲۰۲۲ کې په یوکرېن د روس د یرغل وروسته ماسکو د تهران نه ډرون اخیستلو دپاره د یو اشاریه اووه بېلین ډالرو معاهده وکړه. امریکا ګڼي چې ایران روس ته د لږې فاصلې بېلېټېسک مزایل هم ورکړي دي.
دا هفته د برطانيي د کور دننه د استخباراتي ادارې اېم ايي فایو مشر کېن مېکالم په روس او په ایران الزام ولګولو چې د برطانيي په خاوره یې د اقدام قتل، ورانکارۍ او په نورو جرمونو کې اضافه کړې ده. مېکالم وویل د هغه د ادارې اېجنټانو او پولیس د کال ۲۰۲۲ راهسې د ایران ۲۰ ممکنه مهلک سازشونه معلوم کړي دي. هغه خبرداری وکړو که چېرې په منځني ختیځ کې شخړه زیاتېږي نو ایران په برطانیه کې هدفونه زیاتولی شي.
د روس تاس خبري ادارې په خپل رپورټ کې وویل پوټن پزشکیان ته دا څرګندونه وکړه چې په نړیوالو واقعاتو د ماسکو او د تهران دریځونه اکثر یو بل ته نږدې وي او د ایران صدر ته یې د روس د دورې بلنه ورکړه چې ایراني صدر قبوله کړه.
پوټن سره ملاقات د شروع کولو په وخت پزشکیان وویل دواړه ملکونه اوس ډېرې موقعې لري او پکار ده چې په تعلقاتو کې د یو بل مرسته وکړي او په نړیواله کچه د ایران اصولونه او دریځو د روس په شان دي.
پزشکیان وویل په لبنان د اسرایل وحشیانه حملې د بیان نه بهر دي. اسرایل د حزب الله خلاف عملیاتو دپاره لبنان ته ځواکونه لېږلي دي چې د ایران حمایت یافته ډلې خلاف ځمکنۍ او د فضايي حملې کوي.
په ترکمنستان کې د جمعې په ورځ نړیوال فورم ته خپل تقریر کې پوټن وویل د مغربي ملکونو د مخنیوي دپاره د ماسکو د اتحادي ملکونو نوی عاملي نظام جوړول غواړي. کرېملېن د پوټن د تقریر وډیو نشر کړی و.
د ترکمنستان په فورم کې د پاکستان صدر اصف علي زرداري په شمول د قزاقستان، کرغرستان، ترکمنستان او ازبکستان صدران شرکت کوي.
Forum