د ماسکو يو عدالت روسی خبريال ته د هغه په غير موجودګۍ کې پوځ ته د سپکاوي په سر اته کاله سزا اورولې. دا د مخالف نظر لرونکو خلاف د ځورولو نوې لړۍ ده.
د ټيلي ويژن خبريال اليکسزينډر نيوزوروف چې مخکې قانون دان هم پاتې شوی په دې تور سزا شوی چې ياد تن د روسي پوځ خلاف دروغ خورول کوم چې ولسمشر پوټين اوکرين ته لېږلی.
د کوم قانون د لاندې چې نيوزوذوف د شورو/چهارشنبې په ورځ سزا شوی د پوټين لخوا عملي شوی قانون دی او څوک چې د دې خلاف وينا کوي هغه ته لا خو د پيسو جرمانه او لا بپا د لس کاله پورې د جيل سزه ورکول کيږي.
نيوزوروف په دې سزا شوی چې په سوشل ميډيا يې د روسي ځواکونو لخوا په ماريپول سيمه کې په هسپتال د بمبارۍ کولو د دروغو معلومات خواره کړي. روس د بمبارۍ په سختۍ سره ترديد کړی.
ياد خبريال چې د روسي ځواکونو په اوکرين د يرغل نه سمدستي وروستو د ملک نه وتلی لا خپلې سزا ته غبرګون نه دی ښودلی.
مقبول مخالف سياستمدار ايليا ياشين ته د ياد قانون لاندې اتنيم کاله قيد اورول شوی او يو بل مخالف سياست دان ولاډيمير کارا مورزا په بند کې دی او هم د دې قانون لاندې پرې مقدمه روانه ده.
هندي خبريال په ضمانت د بند نه پرېښودل شوی
صديق کپان چې څه د پاسه د دوو کالو نه د پيسو په غير قانوني کاروبار په تور په بند کې اچول شوی و د زيارت په ورځ عدالت په ضمانت پرېښودلی. هغه په اکتوبر کال 2020 کې په اوتر پرديش کې نيولی شوی و چرته چې هغه په يو مشهور ګينګ ريپ لا د اجتماعي زنا پېښه کې ريپورټېنګ کولو.
صديق او درې نور تنان د اسلامي تندلارې ډلې سره په اړيکو لرلو تورن شوي وو او په اخر کې مقدمه په دې جوړه شوه چې دوی کرکه خوروله او خلک يې بغاوت ته هڅولو.
کپان د دې تورونو نه انکار کولو او په دې يې ټينګار کولو چې د خپل ايالت کېراله نه د واقعې ځای ته رپورټينګ کولو له ورغلی و.
ياد خبريال ته په سېپټمبر کې په ضمانت د پرېښودلو امر شوی و خو د پيسو په غير قانوني کاروبار کې په بله مقدمه کې په جيل کې بند پاتې و.
کپان ويلي “زه به د دې تور قانون خلاف خپل جنګ روان ساتم او دوی زه سره د ضمانته په جيل کې وساتلم. دا دوه کاله ډېر سخت وو خو زه نه ويرېدلم”.