د اوکراین چارواکي وایي، د اوکراین په جنوبي ښار زاپوریژیا کې د چارشنبې- شورو په ورځ د روس په میزایل برید کې لږ تر لږه 13 کسان وژل شوي او په لسګونو نور ټپیان شوي دي.
په برید کې د اپارتمانونو لوړ منزلونه، یوه صنعتي ودانۍ او نورې اډاڼې هم زیانمنې شوې دي. په برید کې د وژل شویو او ټپي شویو کسانو مړي پر سړک او د سرکاري ټرانسپورټ زیانمن شوو ودانیو ته په نیزدې سیمو کې پراته وو.
د دې سیمې ګورنر ایوان فیدوروف تر دې برید څو منټه مخکې خبرداری ورکړی وو چې "تیزرفتار میزایل" او "ګلایډ بمونه" د زاپوریژیا سیمې په طرف روان دي.
د فیدوروف په وینا د دې برید په ضد به د پنجشنبې- زیارت ورځ په زاپوریژیا کې د سرکاري ماتم ورځ وي.
د بیړنیو چارو د ادارو کارکوونکو هڅه کوله چې تر ملبې لاندې یو بېهوشه سړی بیرته په هوش راولي او تر شا یې د اور لمبې، لوګي او سوځېدلي موټرونه هم لیدل کېږي.
ګورنر فیدوروف خبریالانو ته وویل، روسي پوځیانو د استوګنې پر یوه سیمه د برید لپاره دوه ګایډډ بمونه کارولي دي. هغه وایي لږ تر لږه څلور ټپيان روغتون ته وړل شوي چې روغتيايي حالت يې نازک دى.
د اوکراین صدر ولادیمیر زلنسکي پر خپل ایکس باندې لیکلي، "چې په دې باندې خبر هم وي چې عام ملکي خلک به زیانمن شي، نو بیا پر یو ښار باندې تر هوایي بمبارۍ زیات بل ظالمانه عمل نه شته".
صدر زلنسکي وایي دا د روس یو قصدي برید وو او هغه د مخکې غوندې د اوکراین له لوېدیځو متحدینو وغوښتل چې په روس باندې فشار زیات کړي:
"روس باید د خپلې ترهګرۍ له کبله تر فشار لاندې راشي. په اوکراین کې باید د خلکو د ژوند د خوندیتوب ملاتړ وشي. یواځې د طاقت په وسیله دا ډول جګړه په تلپاته امن ختمېدای شي".
روس له تېرو څو میاشتو راهیسې پرله پسې د زاپوریژیا په سیمه باندې هوایي بریدونه کوي او ځواکونو یې د دې سیمې یو څه برخه قبضه کړې ده.
ماسکو دعوه کوي چې د اوکراین دغه نیول شوې سیمه یې د کریمیا په ګډون له څلورو نورو سره یو ځای کړې ده. روس کریمیا په 2014 کې په یو اړخیز ډول ونیوله.
د اوکراین پوځ د چارشنبې- شورو په ورځ وختي وویل، د اوکراین له پولې د شاوخوا 600 کیلومیټره په فاصله په ختیځ کې د ساراتوف په سیمه کې انګلز ته نیزدې یې په روس کې دننه د تېلو ذخیره کولو یو ډیپو په نخښه کړی دی.
له دغه ډیپو څخه د روس یوې مهمې هوایي اډې ته د تېلو رسد کېده چې د رپوټونو له مخې د برید په نتیجه کې ورباندې سخت اور لګېدلی دی.
د اوکراین د پوځ مشر وایي، "د تېلو اډې ته رسېدلی زیان د روسي قبضه ګرو سټرېټیجیکې هوابازۍ ته سنګینې لوجسټکي ستونځې پیدا کوي او د اوکراین په پرامنه ښارونو او ولسي ځایونو باندې د برید په وړتیا کې د پام وړ کمی راولي".
روسي چارواکو منلې چې په دې سیمه کې د ډرون الوتکې لوی برید شوی او ویلي یې دي، چارواکو د اور د وژلو لپاره د بیړني اقداماتو مرکز جوړ کړی دی.
اوکراین خپل د لرې واټن ویشتونکي میزایل او ډرونونه جوړوي چې د جګړې د لومړۍ کرښې شاته په روس کې دننه هدفونو ته د رسېدو وړتیا لري ځکه چې پوځ یې د دغو هدفونو د ویشتلو لپاره د لوېدیځ د ورکړل شویو میزایلو په کارولو کې له محدودیتونو سره مخ دی.
صدر زلنسکي تېر کال ویلي وو،ې هېواد یې داسې وسله جوړه کړې چې تر 700 کیلومیټره لرې هدف په نخښه کولای شي. د اوکراین د ډرون الوتکو ځینې بریدونه تر 1000 کیلومیټرو زیات هدفونه په نخښه کړي دي.
د امریکې د بهرنیو چارو تلونکي وزیر اینټني بلینکن د چارشنبې- شورو په ورځ وویل، د اوکراین د جګړې ختمولو لپاره په راتلونکي کې داسې یو تړون ته اړتیا ده چې پر اوکراین باندې د روس د بل ځل برید مخه ونیسي.
یادونه: د رپوټ ځینې معلومات له اې پي او رویټرز خبري ایجنسیو اخیستل شوي دي.
Forum