د اوکراېن په خېرسون ښار د روس په تازه بمبارۍ کې لږ تر لږه څلور تنه وژل شوي او نهه نور ژوبل شوي. د ځايي چارواکو تر مخه دغه تازه بمباري په تیرو ۲۴ ساعتونو کې شوې.
د خېرسون سیمې ځايي پوځي انتظامیې مشر اولېکزنډر پروکوډېن په ټیلیګرام لیکلي چې روسي عسکرو په خېرسون ۷۱ راکټونه ویشتلي او د ښار مرکز، د عامو خلکو د اوسیدو ځایونه، د صحت مرکزونه او تعلیمي ادارې یې په نخښه کړي. نوموړي زیاته کړې په وژل شوو کسانو کې ۸۰ کلن ښځه او خاوند او یو ماشوم هم شامل دي.
د خېرسون سیمه د روسي ځواکونو لخوا د نیول کیدو وروسته اوکرایني عسکرو د تیر کال نومبر په میاشت کې بېرته نیولی خو روسي عسکرو په دغه سیمه بمباري جاري ساتلې.
بلخوا کېیف ویلي چې د اوکراېن هوايي دفاعي نظام تېره شپه د روس په ۱۵ ډرون جهازونو کې ۱۴ ویشتلي. د اوکراېن د هوايي پوځ لخوا په ټیلي ګرام ویل شوي چې ٬٬ اوکراېن هوايي پوځ او دفاعي ځواکونو د هیواد په بېلا بېلو برخو کې ۱۴ روسي ډرون جهازونه تباه کړي.٬٬
اوکراېني چارواکو خبرداری ورکړی چې په سږني ژمي کې روس په اوکراین خپل بریدونه سېوا کولی شی. چارواکو دا اندېښنه هم ښودلې چې روس په دغه بریدونو کې د اوکراېن د توانایۍ/ بجلۍ او ګېس نظام یا دهانچې ته زیان رسولی شي.
د روس دغه ډرون جهازونه د روس کراسنوډار کرایې سیمې د هوايي اډې نه پورته شوي وو. د اوکراېن د هوايي پوځ لخوا د روسي ډرون الوتکو د ویشتلو پېښه کې د کوم زیان یا تاوان رپورټونه نه دي ترلاسه شوي.
د اوکراېن د پوځ عامه څانګې لخوا ویل شوي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د جنګ په لومړي میدان کې ۸۱ ځایونو کې نښتې شوي او دعوه یې کړې چې اوکرایني عسکرو په خارکیف کې په ۱۷ ځایونو او په بخموت کې د روس ۱۱ بریدونه په شاه تمبولي دي.
د دغه جګړې په اړه تر دې دمه روسي چارواکو څه نه دي ویلي.
بل اړخ ته اوکراېن په لومړي وار پلان لري چې د دسمبر په ۲۵مه نېټه کرسمس ونمانځي. د کال ۱۹۱۷م راپه دیخوا به دا لومړی ځل وي چې په اوکراېن کې به د دسمبر په ۲۶مه کرسمس لمانځل کیږي. د کال ۱۹۱۷م راپه دیخوا په اوکراېن کې د روس سره سم د جنورۍ په ۷مه نېټه کرسمس لمانځل کیږي. د دغه رخصتیو د نېټې بدلیدل د روس نه په کلتوري توګه د اوکراېنیانو د لرې کیدو یوه بله نخښه ګڼل کیږي.
یادونه: د دې خبر ځینې برخې د ای پي، ای اېف پي او راېټرز نه اخستل شوي.
Forum