لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د داعش وسله والو یتیمان ماشومان په شام کې روسي مامورینو ته ورکړی شوو


په شام کې د داعش وسله والو د کورنیو د یو کېمپ منظر
په شام کې د داعش وسله والو د کورنیو د یو کېمپ منظر

د داعش وسله والې ډلې د جګړه مارو 44 بچیان د روسیې حکومت ته د شام په شمال ختیځه سیمه کې سپارل شوي، دا خبره د یکشنبې یا اتوار په ورځ کردي چارواکو کړې ده.

دغه ماشومان چې عمرونه یې د دریو او څوارلس کلونو په مینځ کې دي، د قامیشلي په ښار کې د روسیې د حکومتي پلاوي او ځایي چارواکو له ناستې وروسته و سپارل شو.

د شمالي او ختیځ شام لپاره دخپلواکه انتظامیي د بهرنیو اړیکو مرستیال عبدالکریم عمر ویلي دغه ماشومان یتیمان وو او د روسیې لخوا یې د ډي این ای ازموینې پخلی شوی و.

یاده خپلواکه انتظامیه یوه حکومتي انتظامیه ده چې د کردانو په مشرۍ کې پوځي ایتلاف، د شام له جمهوري ځواکونو سره تړلې ده او په شام کې د ترهګرۍ ضد جګړه کې د امریکا مهمه اتحادي ده.

عبدالکریم عمر ویلي د سپارل شوو ماشومانو والدین د داعش وسله وال وو چې د دغه ډلې پر ضد په بېلا بېلو وختونو کې د جنګ په مهال وژل شوې دي.

د ماشومانو د حقونو لپاره د روسیې د صدر کمشنرې اېنا کوزنیټ سووا ویلې هېواد به یې د شمال ختیځ شام له کامپونو څخه د ټولو روسي ماشومانو د بیرته ستنولو هڅې جاري ساتي.

دا واضحه نه ده چې د شام د جمهوري ځواک په ولکه کې څومره روسي ښاریان موجود دي خو د ځایي رسنیو سرچینې وایي په شام کې نږدې 200 روسې ماشومان بند دي.

ځایي چارواکې وایي دا لومړی ځل نه دی چې روسیې د داعش د جګړه مارو اولادونه بیرته بېولي بلکه تر اوسه یې داسې 140 ماشومان بیرته ستانه کړي دي.

د شام جمهوري ځواک وایي له دوی سره دا وخت 60000 کسان دي چې زیاتره یې د داعش وسله والو د کورنیو یا بیا د دغه ترهګرې ډلې خواخوږي دي.

جمهوري ځواک همدا ډول وايي چې د دوی په ولکه کې د بهرنیو هېوادونو د 2000 ښځو په ګډون د داعش 10000 وسله وال موجود دي.

د شام جمهوري ځواک په هېوادونو ږغ کړی چې خپل نیول شوي ښاریان دې بیرته بوزي او خبرداری یې ورکړی چې دوی دومره وسایل نه لري چې تر اوږدې مودې پورې د داعش زندانیان او د هغوی کورنۍ و ساتي.

ډېرو هېوادونو دغه ږغ ته جواب نه دی ورکړی خو امریکا، فرانس، جرمني، بریطانیه او د منځنۍ اېشیا هېوادونو خپل ځینې ښاریان بیرته بېولي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG