لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خبريال سليم شهزاد مړى ترلاسه شوى


 د خبريال سليم شهزاد مړى ترلاسه شوى
د خبريال سليم شهزاد مړى ترلاسه شوى

د خبريال سيد سليم شهزاد مړى دنهې په ورځ دپاکستان دپايتخت اسلام اباد څخه 200 کلو ميټره لرې سيمې سرائى عالمگير کې موندل شوى دى. شهزاد دايشياء ټائمز ان لائن دپاکستان بيورو چيف ؤ. ښاغلى شهزاد داتوار په ماښام په اسلام اباد کې لا درکه شوى ؤ.
له دې وړاندې داسې اطلاعات رارسيدلي وؤ چې په سرائى عالمگير کې دشهزاد گاډى موندل شوى او دهغه دگاډي سره نزدې يو مړى هم موندل شوى دى، په دا نۀ وه په ډاگه شوې چې گنې دغه مړى دشهزاد دى.
راپورونه پخلى کوي چې دغه مړى اوس پيژندل شوى او په مړي دتشدد نخښې نخښانې هم موجود دي.
په اسلام اباد کې دهغه دورکيدو څخه څو ورځې وړاندې شهزاد يو داسې مضمون ليکلى ؤ چې پکې دالقاعده او پاکستان دسمندري ځواکونو دچارواکو ترمينځ په اړيکو شکونه څرگند کړل شوي وؤ.
دلاپته شوي خبريال يو رشته دار حمزه خان دنهې په ورځ ميډيا ته وئيلي وؤ پوليسو يو گاډى ترلاسه کړى او ددغه گاډي سره يو مړى هم موندل شوى خو دحمزه په وينا کومه حليه او کړۀ وړۀ چې پوليسو بيان کړي هغه دسليم شهزاد دکړۀ وړۀ سره يو شان والى نۀ لري.
دسليم شهزاد په تښتونه مقامي او بين المللي صحافتي تنظيمونو احتجاج کولو او هغوي په سملاسي توگه دشهزاد دخوشې کولو غوښتنه کړې وه.
له دې وړاندې دصحافيانو دحقونو او تحفظ لپاره کارکوونکي بين المللي تنظيم انټر نيشنل فيډريشن اف جرنلسټس( ائي ايف جى) دپاکستان دحکومت څخه غوښتنه کړې وه چې په اسلام اباد کې دې دلاپته شوي سينئر صحافي سيد سليم شهزاد دخوشې کولو لپاره سملاسي گامونه واخلي.
سليم شهزاد دايشياء ټائمز ان لائن په پاکستان کې بيورو چيف ؤ او هغه داتوار په ماښام دپاکستان پايتخت اسلام اباد څخه هاغه مهال لاپته شوى ؤ چې ديو شخصي ټي په پروگرام کې دگډون لپاره روان ؤ.
له دې وړاندې ائيايف جى او ورسره الحاق شوي پاکستان فيډرل يونين اف جرنلسټس(پي ايف يو جى) وئيلي چې دسليم شهزاد دخيريت په حقله فکرمند دي.
دانټر نيشنل فيډريشن اف جرنلسټس ايشياء پيسفک ډائريکټر جيکولين پارک وئيلي وؤ چې مونږ دپاکستان حکومت څخه غوښتنه کړې چې دشهزاد دلټون لپاره دې هرممکن گامونه واخلي.
په پاکستان کې دبشري حقونو يو غيرسرکاري تنظيم هيومن رائټس کميشن اف پاکستان( ايچ ار سي پي) هم پخپل يو بيان کې کې دسليم شهزاد په ورکيدو دانديښنې څرگندونه کړې وه او وئيلي يې وؤ چې په په دغه پيښه کې دخفيه ادارو دککړتيا اطلاعات پريشانه کوونکي دي.
دصحافيانو دنړيوالو تنظيمونو (رپورټرز ود اوټ بارډر) او کميټي ټو پروټيکټ جرنلسټس ترمخه پاکستان دخبريالانو لپاره خطرناک هيواد جوړ شوى.
په پاکستان کې دکال 2010م په مهال 12 صحافيان دپيشه وارانه فرائضو دترسره کولو په مهال وژل شوي وؤ او سږ کال تر دې مهاله شپږ خبريالان وژل شوي دي.

د سلیم شهزاد په وژنه د صحافت د ازادۍ نړي والو ادارو په خپل رد عمل کې خفگان څرگند کړی دی او په پاکستاني چارواکو يي د صحافیانو د تحفظ غږ کړی دی. په دحقله نور تفصیل تاسو د وائس اف امریکا ډیوه ریډیو خبریال رحمان بونیري په رپورټ کې هم اوریدی شۍ:

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG