لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په نړيوال کچ د سلمان تاثير دوژنې غندنه شوې ده


په نړيوال کچ د سلمان تاثير دوژنې غندنه شوې ده
په نړيوال کچ د سلمان تاثير دوژنې غندنه شوې ده

ملگرو ملتونو،امريکا، برطانيې ، فرانس او اروپائي اتحاديې دشورو په ورځ دپاکستان دپنجاب صوبې دگورنر سلمان تاثير دوژنې غندنه کړې ده.
دامريکې خارجه وزيرې هيلري کلنټن پخپل يو بيان کې وئيلي دي دسلمان تاثير وژنه يو ستر زيان.
هيلري کلنټن وائي امريکا به په پاکستان کې دحکومت او اولس په هيواد کې دامن او ثبات راوستلو هڅو کې دهغوي سره پخپلو ژمنو عمل کوي.
دبرطانيې خارجه وزير وليم هيگ وائي هغه ته دسلمان تاثير په وژنه خفگان رسيدلى او زياته کړې يې ده چې دهغه وژنه دپاکستاني مشرانو لپاره يو زيان دى.
گورنر سلمان تاثير تيره ورځ په اسلام اباد کې ديو مارکيټ سره نزدې خپل هاغه ساتونکي وژلى چې گورنر يې دشرعي قانون په سرغړونه تورن کړى دى.
برطانوي خارجه وزير وائي دبرطانوي حکومت له لوري زۀ دسلمان تاثير کورنۍ او دهغه ملگرو سره ديو والي او غم څرگندونه کووم.
دامريکې دخارجه محکمې وياند فلپ جى کراؤلي خبريالانو ته وئيلي دي خارجه وزيره هيلري کلنټن به دنهې په ورځ په امريکا کې دپاکستان سفير حسين حقاني سره ليدنه کې هغه ته دگورنر تاثير په وژنه دغندنې څرگندونه کوي.
هغه وويل مونږ دگورنر تاثير وژنه يو ستر زيان گڼو.
دفرانس دخارجه وزارت مرستيال وياند کرسټائن فيجز دغندنې پخپل بيان کې وئيلي دي فرانس دگورنر سلمان تاثير وژنه په کلکه غندي.
دملگرو ملتونو عمومي سکتر بانکي مون دسلمان تاثير وژنه دپاکستان لپاره يو ستر زيان دى.
دملگرو ملتونو وياند مارټن نيسرکي وائي دملگرو ملتونو سيکرټري جنرل دپنجاب دگورنر وژنه غندي.
بانکي مون سلمان تاثير يو نوميالى مشر گرځولى او دهغه وژنه يې دپاکستان لپاره يو زيان گڼلى دى.
داروپائي اتحاديې دخارجه تگلارې مشر هم دپنجاب دگورنر سلمان تاثير وژنه غندلې او په پاکستان يې دهغه دوژونکو دنيولو غږ کړى دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG