لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: تاشفین ملک او سید رضوان فاروق به د جهاد خبرې کولي


د تاشفین ملک تعلق پاکستان د لیه ضلعې کروړ لعل عیسن نومې کلې سره دی
د تاشفین ملک تعلق پاکستان د لیه ضلعې کروړ لعل عیسن نومې کلې سره دی

د امریکې د کیلیفورنیا ریاست په سین برنډنیو ښار کې د ترهگرۍ په حمله کې په مشکوکه توگه ککړې پاکستانۍ میرمن تاشفین ملک او د هغې خاوند امریکائي شهري سیدرضوان فاروق دوه کاله وړاندې یو بل سره د جهاد او د شهادت په اړه خبرې اترې کړې وې.

د امریکې نیویارک ټائمز ورځپاڼه د تحقیقاتي ادارې ایف بي ايي د مشر جمیز بي کامي د قوله وايي دواړه ښځې او خاوند د دواده نه وړاندې تندروي اختیار کړې وه او په کال ٢٠١٣ کې يي یو بل سره د جهاد او شهادت په باره کې خبرې اترې کړې وې.

په کاله ٢٠١۴ کې د سیدرضوان فاروق سره د واده ورسته، تاشفین ملک د سعودي عرب نه امریکې ته راغله. دواړو ښځه خاوند تیره هفته په سین برنډینو کې په یو تقریب کې ناتاره ډزې وکړي او ١۴ کسان يي ووژل. ورسته، دواړه پولیس سره د ډزو په تباده کې وژلی شول.

د حملې وړاندې تاشفین په فیس بوک په خپله ویب پاڼه باندې داعش سره د ملاتړ څرگندونه کړې وه.

ایف بي ايي وايي ترلاسه شوي وډیوگانې ښائي تاشفین ملک او سیدرضوان فاروق په ټوپک د ښښ مارۍ مشقونه هم کړي وو او کور نه يي دولس دیسي بمونه موندل شوي دي.

د ایف بي ايي مشر جیمز بي کامي وايي تاشفین او فاروق د خارجي وسله والو نه اثر اخیستی وو خو لا یي داسې څه شواهد يي نه دي ترلاسه کړي چې گني داعش یا بلې کومې ډلې ورته د حملې امر کړی وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG