لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سرفراز بګټي: ترهګر باید د مرورو بلوڅانو په نوم یاد نه شي، د وینې د یو، یو څاڅکي بدل به اخلو


د پاکستان د ناکراره صوبې بلوچستان وزیراعلا سرفراز بګټي ویلي ترهګر باید د مرورو بلوڅانو په نوم یاد نه کړل شي ځکه چې د بلوچستان مسله سیاسي نه ده.

لاهور کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته وزیر اعلا بګټي تور لګولی چې بلوچستان کې د کېدونکې ترهګرۍ ځېلې تر هند رسیږي اؤ ترهګر دغلته بریدونه د "را" په پيسو کوي

هند لا د بلوچستان د وزیراعلا دې تورونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی خو تر دې وړاندې هم اکثره بلوچستان کې د ترهګرۍ د ترسره شوؤ پېښو پړه پاکستاني چارواکو په هند ور اړولې ده خو هند بیا د پاکستان دا تورونه ردوي اؤ تور لګوي چې پاکستان پخپله د ترهګرو ډلو سرپرستي کوي.

د بلوچستان وزیراعلا ویلي په بلوچستان کې د ترهګریزو بریدونو مقصد د سي پیک اؤ پاکستان کمزوري کول دي.

هغه ګواښ کړی چې د امنیتي ځواکونو په ملتیا به بلوچستان کې د توې شوې وینې د یو،یو څاڅکي بدله اخستی اؤ ترهګر اؤ د هغوي سهولت کاران به خپل انجام ته رسولی شي.

هغه ویلي حکومت د ایین په چوکاټ کې دننه یوازې د هغه چا سره خبرې کولی شي چې د ملک ایین ته غاړه ږدي خو څوک چې بېګناه وګړي وژني نو د هغوي سره به مقابله کولی شي.

په ۲۶م اګست د بلوچستان بیلابیلو سیمو کې وسله والو په پوځ اؤ عامو خلکو خونړي بریدونه کړي وؤ چې د مطبوعاتي رپورټونو له مخې په دغو بریدونو کې د ۱۴ؤ امنیتي عسکرو په ګډون تر ۷۰ؤ پورې کسان وژل شوي وؤ.

ددغو بریدونو پړه یاغي وسله والې بلوڅ ډلې بلوڅ لبریشن ارمي پر غاړه اخستې وه اؤ پخپل یو بیان کې یې یې دعوه کړې وه چې د دوشنبې په ورځ ترسره شوؤ بریدونو کې یې ۱۳۰ پوځيان وژلي خو د بي ایل ای دا دعوه ازادو سرچینو نه ده تایید کړې.

پوځ په یادو بریدونو کې د ۱۴ عسکرو د وژنې پخلی کړی دی.

د پاکستان بلوچستان صوبه د یوې اوږدې مودې راهسې د ناکرارۍ سره مخ ده اؤ دغلته که یو خوا د ریاست نه مرورې بلوڅ وسله والې ډلې وخت په وخت په امینتي ځواکونو مرګوني بریدونه کوي نو بلخوا د صوبې د حقونو په غوښتنه اؤ د جبري بې درکیو په ضد سیاسي ګوندونه اؤ مدني ټولنه هم په احتجاج بوخت دي.

بلوچستان د رقبې په لحاظ د پاکستان تر ټولو ستره صوبه ده خو په پسماندګۍ کې هم د هیواد تر ټولو پسمانده صوبه ګڼل کیږي.

په دغه کړکیچ ځپلې صوبه کې د قدرتي وسیلو پریمانه ذخیرې وجود لري چې هرکال دپاکستان قامي خزانې ته د اربونو روپو ګټه ورکوي خو د بلوچستان قام پرست تنظیمونه اؤ سیاسي ګوندونه وایي چې په قدرتي وسیلو دپور مامور دې صوبې وګړي پخپلو وسیلو اختیار نه لري اؤ ګټې یې ټولې بهر روانې دي.

وخت په وخت مخې ته د راغلو شمیرو اؤ معلوماتو له مخې بلوچستان نه ترلاسه کیدونکی قدرتي ګیس دپاکستان د26 فیصده ابادۍ ضرورتونه پوره کوي خو پخپله دبلوچستان زیاتره سیمې دتېرو اویاؤ کالو راهسې دګیس داسانۍ نه محرومې ساتل شوې دي.

بلوچستان کې د قدرتي ګیس ترڅنګ د معدنیاتو نورې ډير سترې ذخیرې هم موجودې دې چې هغې کې د سرو زرو،سپینو زرو، اوسپنې،کرومایټ، تانبې، چونې، قیمتي کانو، سنګ مرمرو وغیره ذخیرې شاملې دي.

پخپلو وسیلو د اختیار نه لرلو پرضد د اوږدې مودې نه بلوچستان کې ګڼ شمیر بلوڅ تنظیمونه په وسله وال مقاومت بوخت دي اؤ غوښتنه لري چې د بلوچستان په وسیلو دې د دې صوبې خپلو وګړو ته واک اختیار ورکړل شي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG