لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سرگودها : د امام بارگاره دننه برید کې گڼ شمېر ژوبل شوي دي


د پاکستان د پنجاب ايا لت سرگودها ښار کې د پولیسو د وینا ترمخه د شعېه مسلمانانو په امام بارگاه کې شوي ځانمرگي برید کې گڼ شمېر کسان ژوبل شوي دي.

ژوبل کسان د علاج لپاره روغتون ته وړل شوي دي.
تر اوسه دبرید مسولیت چا په غاړه اخستې نه دی. په ورستیو کې په پاکستان کې دتشدد په پېښو کې زیاتوالی راغلې دی.
دروانې میاشتې په اول کې د لاهور په د داتا گنج بخش ددربار دننه ترسره شوؤ دوؤ ځانمرگي بريدونو کې 40 کسان وژل شوي وو.
سرگودها ښار چې د پاکستان د هوائي ځواکونو یوغټ او مهم مرکز دی او په دغه ښار کې مخکې هم بریدونه شوي دي. سرگودها کې تېر یو ځانمرګي بريد د هوايي ځواکونو بس کې شوی و چې پکې نهه کسان وژل شوي او گڼ شمېر ژوبل شوی وؤ.
په اوسنيو مياشتو کې په لاهور کې ترسره شوؤ ترهگربريدونو کې شکمن پنجابي طالبان ککړ بللى شي او هم په دغه هکله دپنجاب حکومت ددغو تندلارو په ضد دصوبې په جنوبي ضلعو کې دهغوي دشکمنو ځالو په ضد دگامونو اخستو لپاره د سخت فشار لاندی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG