اشفاق مومند
د پاکستان قبایلي سیمو لپاره د واکمن ګوند مسلم لیګ (ن) لخوا جوړې شوې خصوصي کمیټۍ مشر سرتاج عزیز وي او ای ډیوه ته ویلي سېنټ کې د مسلم لیګ اکثریت ترلاسه کولو سمدستي وروستو به په قبایلي سیمو کې اصلاحات عملي کوي.
د وي او ای ډیوه لویه خېبر پښتونخوا خپرونه کې د برخه اخستو په وخت ښاغلي سرتاج عزیز ویلي د اصلاحاتو عمل د اوږدې مودې کار دی چې پکې قبایلي سېمې اېيني داېرې ته راوستل، د قبایلي سیمو انتظامي ، پرمختیايي، امنیتي او سیاسي چارې برابرول دي.
سرتاج عزیز ویلي په دغه لړ کې مهمې فیصلې شوي او د دغو بنیادي مقصد قبایلي سیمې پښتونخوا کې ورګډول دي. د هغه په وینا د قبایلي سیمو انتظامي، عدالتي او پرمختیايي اډاڼې لپاره هم د لسو کالو پلان جوړ کړی شوی او په بودېجه یا بجټ کې د دغې مقصد لپاره ۱۰۰ اربه روپۍ هم ټاکل شوي دي.
نوموړی زیاته کړې د قبایلي سیمو خلک به په کال دوه کې پخپله دغه بدلونونه اویني.
د قبایليسیمو د اصلاحاتو کار د پاکستان صدر په خپل لاسلیک هم کولی شي دغه د مبارزه کونکو پوښتنه ده ولې بیا مرکزي حکومت د پارلیمان لاره خپله کړه؟
سرتاج عزیز ددغې په ځواب کې ویلی د عدالتونو غځول د پارلیمان لخوا د قانون سازۍ بغیر نه شي کېدلی نو ځکه د پارلیمان لار غوره کړی شوې ده. سرتاج عزیز زیاته کړې د پاکستان قامي اسمبلۍ د فاټا اصلاحاتو منظوري ورکړې دهخو په سینیټ کې د اکثریت نه لرلو له وجې امله دغه کار پاتې وو. خو اوس چې په سېنټ کې هم اکثریت د مسلم لیګ ګوند لاس ته راغلی نو د نوي سېنټرانو د څوګند پورته ک ولو لس ورځې وروستو به د دغې منظوري ورکړی شي.
ښاغلی سرتاج عزیز زیاته کړې چې په موجوده نظام کې د ډيرو خلکو ګټې دي نو ضرور به د هغوي لخوا مخالفت کیږي خو د فاټا په اصلاحاتو کار روان دی ودریدلی نه دی.