لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وائي افغانستان څخه دغيرملکي پوځيانو دوتلو وروستو به امريکا سره په اړيکو نظرثاني کوي


سرتاج عزيز وايې ، په افغانستان کې پاکستان خپله کومه دخوښې ډله نۀ لري.
سرتاج عزيز وايې ، په افغانستان کې پاکستان خپله کومه دخوښې ډله نۀ لري.

خارجه چارو لپاره دپاکستاني وزيراعظم صلاح کار سرتاج عزيز وئيلي دي افغانستان څخه دغيرملکي پوځيانو دوتلو وروستو به حکومت امريکا سره دپاکستان په اړيکو نظرثاني کوي. دزيارت په ورځ اسلام اباد کې دقومي سلامتۍ په اړ ه يو سيمينار ته دوينا په مهال سرتاج عزيز وويل په افغانستان کې پاکستان خپله کومه دخوښې ډله نۀ لري.


دخارجه چارو لپاره دپاکستاني وزيراعظم صلاح کار سرتاج عزيز وئيلي دي افغانستان څخه دغيرملکي پوځيانو دوتلو وروستو به حکومت امريکا سره دپاکستان په اړيکو نظرثاني کوي.
دزيارت په ورځ اسلام اباد کې دقومي سلامتۍ په اړ ه يو سيمينار ته دوينا په مهال سرتاج عزيز وويل په افغانستان کې پاکستان خپله کومه دخوښې ډله نۀ لري.
خارجه صلاح کار وويل حکومت گاونډي هيوادونو سره ددوستانه اړيکو باوري کولو لپاره دقومي سلامتۍ په يوه جامع تگلاره جوړولو بوخت دى.
سرتاج عزيز وويل افغانستان کې غيريقيني صورتحال يو لويې چيلنج دى ، خو پاکستان په دغه هيواد کې دامنيت دټينگښت لپاره په خلوص سره په کار کولو ژمن دى ، ځکه چې افغانستان کې امن دټولې سيمې دپرمختگ لپاره مهم دى.
سرتاج عزيز وويل حکومت هند سره خپلو اړيکو ښو کولو ته لمړى اوليت ورکوي اؤ زياته يې کړه چې په دغه اړه دموجوده حکومت لخوا داخستل شوؤ گامونو په نتيجه کې مثبت پرمختگونه رامينځته شوي دي.
سرتاج عزيز وويل پاکستان اوس ديوې داسې خارجه تگلارې لوري ته خپل پام گرځوي چې مقصد يې دنورو هيوادونو سره تجارتي اؤ اقتصادي اړيکو ته وده ورکول دي اؤ زياته يې کړه چې ددغه تگلارې لاندې حکومت هر وخت داروپائي اتحاديې ، مينځني ختيز اؤ روسيې سره تجارتي اړيکو ته دودې ورکولو لپاره کار کوي.
ديوې پوښتنې په ځواب کې سرتاج عزيز وويل دخپلو نيوکلئير اثاثو دسلامتۍ په اړه دپاکستان دکنټرول اؤ کمانډ نظام مضبوط اؤ دباور وړ دى اؤ پاکستان په دغه اړه نړۍ په باور کې اخستې.
هغه وويل پاکستان اؤ افغانستان پخپلو پولو دناقابو نقل وحرکت په څارنه اتفاق کړى اؤ چاته به هم اجازت ورنۀ کړل شي چې ددواړو هيوادونو ترمينځ پرته له ددقيقو دستاويزاتو څخه سفر وکړي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG