لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سرتاج عزيز: صدر اوباما به د سويلي ايشيا د اړي گړي په هوارولو کې کردار ادا کړي


د سرتاج عزيز وينا وه چې د پاکستان او هند ترمينځ د ښه اړيکو جوړلو پرته په سيمه کې د امن او خوشحالۍ خوب نه شي رښتيا کېدی .
د سرتاج عزيز وينا وه چې د پاکستان او هند ترمينځ د ښه اړيکو جوړلو پرته په سيمه کې د امن او خوشحالۍ خوب نه شي رښتيا کېدی .

د پاکستان د وزيراعظم د خارجه چارو او قومي سلامتۍ صلاح کار سرتاج عزيز هيله څرگند کړې ، چې د امريکې صدر باراک اوباما د سويلي ايشيا دورې سره به سيمه کې اړي گړي کې کمی راشي .

د امريکې صدر باراک اوباما د اتوار په ورځ په درې ورځنۍ سرکاري دوره هند ته رسېدلی ، او هلته يي د دغه هېواد وزيراعظم نريندرمودي سره په ليدو کې دوه اړخيزه اړيکو ته د ودې ورکولو او نړيوال امنيت په گډون په مختلفو امورو خبرې اترې کړي دي .

سرتاج عزيز پلازمينه اسلام اباد کې خبريالانو سره خبرو کې وئيلي ، زه هيله مند يم چې د سويلي ايشيا په اړي گړي کمولو کې به صدر اوباما کردار ادا کړي .

د هغه وينا وه چې د پاکستان او هند ترمينځ د ښه اړيکو جوړلو پرته په سيمه کې د امن او خوشحالۍ خوب نه شي رښتيا کېدی .

سرتاج عزيز وئيلي ، چې په سيمه کې امن د هرچا په گټه دی ، اود هغه په وينا په دغې لړ کې يې په ورستيو کې د امريکې د خارجه وزيرجان کېري سره د اسلام اباد د دورې په مهال هم تفصيلي خبرې اترې شوې وې .

جان کېري روانه مياشت کې د پاکستان د خپلې دورې په مهال وئيلي ؤ ، چې اسلام اباد او نوي دهلي ته د مذاکراتو د لارې د خپلو مسلو هوارولو لارې لټول پکار دي ، او امريکا به هم په دغې لړ کې خپل کردار کړي .

نوموړي په دې خبره زور راوړی ؤ ، چې د پاکستان او هند اړيکې مخ پر وړاندې تلل د دغو دواړو هېوادونو په گټه دي ، او په دغې اړه په رښتياؤ د کار کولو وخت رارسېدلی دی .

د پاکستان اوهند اړيکې چې تل د لوړو ژورو ښکار پاتې شوي ، په ورستيو مياشتو کې لا نورې ترينگلې ليدل کيږي . او د تازه تاؤ تريخوالي علت د دواړوهېوادونو په گډه پوله او د لانجمن کشمير په لائن اف کنټرول د پولې د داوړو خواؤ نه د ځواکونو پرله پسې ډزې کول سبب گرځېدلی دی .

دواړه هېوادونه په يو بل د ډزبندۍ د ماتولو تورونه لگوي ، او دواړه هېوادونه دا هم وايي چې په حل طلب کشالو خبرې اترې کول غواړي ، ولې دواړه هېوادونه بيا هم په دغې انتظار دي چې کوم يو دې په دغې کار کولو لاس پورې کړي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG