لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په هالېڼد کې د سعودي عرب په سفارتخانه ډزې شوي


د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه پولیس د تحقیقاتو په مهال د عمارت سره نژدې يو شمېر خالي ګولۍ موندلي او خلکو نه غوښتلي چې د سترګو لېدلی حال دی ورسره شریک کړي
د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه پولیس د تحقیقاتو په مهال د عمارت سره نژدې يو شمېر خالي ګولۍ موندلي او خلکو نه غوښتلي چې د سترګو لېدلی حال دی ورسره شریک کړي

د هالېنډ په سرښار دي هېګ کې د سعودي عرب په سفارتخانه ډزې شوي چې له امله یې د ودانۍ په مخ د ګولو نښې جوړې شوي دي. په پېښه کې د چا د زخمي کېدو څه نه دي وېل شوي خو پولیس ویلي په ډزو کې د ککړتیا په شک کې یې یو تن نیولی دی.

پولیس ترجمان سټېون وان سېټن وویل پوليس ته د زیارت، پنجشنبې، په ورځ سحر شپږ بجې په سفارتي ودانۍ د ډړز اطلاع ورکړی شوه.

د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه پولیس د تحقیقاتو په مهال د عمارت سره نژدې يو شمېر خالي ګولۍ موندلي او خلکو نه غوښتلي چې د سترګو لېدلی حال دی ورسره شریک کړي.

د ای پي په رپورټ کې دا نه دي وېل شوي چې په سعودي سفارت به ډزې په څه مقصد شوي وي او یا د هالېنډ په دې اړه څه ویلي او که نا؟

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ بیا پولیس وویل دي هیګ سره نژدي یو کلي نه یې په ډزو کې د ککړتیا په شک ۴۰ کلن تن ګرفتار کړی دی. پولیس د نیول شوي تن شناخت نه دی څرګند کړی خو ویلي یې دي چې د هغه نه پوښتنې شروع شوي دي.

د سعودي عرب حکومتي خبري ادارې سعودي پرېس اېجنسي وویل سفارت د ډزو بزدلانه پېښه ولیدله.

په بیان کې وویل شو د ډزو وروسته سعودي سفارتخانې ته تلونک سړک بند کړی شوی، د امنیت ګامونه سخت کړی شول او پولیس د موقعې نه شهادتون ټول کړل.

د هالېنډ خارجه وزارت وویل په سعودي سفارت د ډزې انتهايي سنجیده معامله ده او په دی لړ کې د سعودي ماموینو سره په رابط کې دي.

په هېګ کې په سعودي سفارت د ډزو نه یوه ورځ وړاندې د سعودي عرب په جده ښار کې د اولني نړېوال جنګ د ختمېدو په یاد یوه دستوره کې چاودنه شوې چې له امله یې لږ تر لږه درې کسان زخمیان شول.څو تنه زخمیان شوي دي. دا دستوره د ړومبي عالمي جنګ د قربانیانو په یوې هدیرې کې جوړه شوې وه.

پاکستان يه دي هېګ کې په سعودي سفارتخانې د ډزو غندنه او سعودي عرب سره یې د یوالي څرګندونه وکړه. د پاکستان خارجه وزارت د جمعې په ورځ په یو بیان کې وویل دغه پېښه د نړیوالو قوانینو خلاف ورزي ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG