د سعودي عرب، ترکي، قطر، متحده عرب امارات ترڅنګ امریکې، برطانيې او یو شمېر نورو مغربي ملکونو ویلي طالبانو د واکمنۍ د لاندې افغانستان کې مېرمنو د حقونو صورتحال په چټکتیا خراب شوی او که د مېرمنو په بنیادي ازادیو بندیزونه لرې نه کړی شول نو اثرات به يې ټول افغانان محسسوي.
"مونږ په افغانستان کې د ښځو او جینکو بې مثاله جرات تسلیموو،"د ۲۳ ملکونو خارجه وزیرانو او د یورپين یونین استازي د مارچ د میاشت په اتمه نېټه ښځو د نړیوالې ورځ په مناسبت په خپل مشترکه بیان کې وویل. دغه بیان د امریکې خارجه وزارت یا سټېټ ډپارټمنټ جاري کړی.
متحده قومونو هم ښځو د عالمي ورځ په مناسبت په خپل بیان کې په افغانستان کې په د مېرمنو د حقونو په صورتحال تشویش څرګند کړو او ويې وېل طالبان د بیان واکمنېدو نه پس افغانستان ښځو دپاره تر ټولو زورونکي ملک جوړ شوی دی.
افغانستان دپاره د متحده قومونو خصوصي استازي روزا اوتنبايېوا د شورو، چهارشنبې، په ورځ خپل بیان کې وویل طالبان شعوراً او په منظمه ډول کوښښونه کوي چې په زورونکو طریقو ښځې او جینکۍ د ټولنيز ژوند نه غېبې کړي.
د ښځو د نړیوالې ورځ په موقع په کابل کې یو شمېر ښځینه فعالانو مظاهرې وکړې.
د طالبانو په حکومت کې ښځې نمایندګي نه لري، چې نړیوالې ټولنې پې تشویش څرګند کړی دی.
طالبانو د ښځو په تعلیم، کاروزګار او حرکت قدغنونه لګولي.
د طالبانو د بیا واکمنېدو نه پس په کابل کې ښځو د حقونو د تحفظ دپاره احتجاجونه کړي او فعالان وايي چې په طالب وسله والو د مظاهرو په ګډون والو تشدد کړی دی.
اسلامي او مغربي ملکونو په خپل بیان کې وویل د طالبانو دلاسه د ویرول کېدو او زورول کېدو باوجود ښځو د خپلو کورنیو او ټولنو ملاتړ جاري ساتلی دی.
دغو ملکونو په طالبانو غږ وکړو چې د افغانانو او د نړیوالې ټولنې سره خپل لوظونه دې پوره کړي، په مېرمنو بندیزونه دې لرې کړي چې دا ډول ښځې خپل بنیادي حقونو او بنیادۍ استعمال کړی شي.
طالبان په افغانستان کې د ښځو د حقونو په صورتحال نړیوال تشویش ردوي او د خپلو تګلارو دفاع کوي. طالبان وايي ښځو د کار روزګار او تعلیم دپاره به د اسلام او د افغان دود دستور سره سم حالات برابروي.
یادونه: د دې خبر ځېنې معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي