لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په سعودي کې د ړومبي عالمي جنګ په یاد یوې دستورې کې چاودنه شوې


د فرانس چارواکي وایي چې د سعودي عرب په جده ښار کې د اولني نړېوال جنګ د ختمېدو په یاد یوه دستوره کې چاودنه شوې چې له امله یې څو تنه زخمیان شوي دي. دا دستوره د ړومبي عالمي جنګ د قربانیانو په یوې هدیرې کې جوړه شوې وه.

پوره ۱۰۲ کاله مخکې، په همدې ورځ اوله نړېواله جګړه ختمه شوې وه او دا ورځ اوس په څو یورپي ملکونو کې نمانځل کیږي. دا ځل هم دا ورځ ونمانځل شوه، خو په سعودي عرب کې چې خارجي استازو د نمانځنې غونډه جوړه کړې وه، ورباندې چاودنه وشوه.

د فرانس د خارجه چارو وزارت مامورینو ویلي چې په دې دستوره کې د څو ملکونو استازو برخه اخیستې وه، او دستوره په هغې هدیرې کې جوړه شوې وه چې غیرمسلمانان پکې ښخ دي. تر اوسه نده معلوم چې په چاودنه کې زخمي شوي کسان څوک دي. د چاودنې ذمه واري هم چا یا کومې ډلې تر اوسه نده منلې.

د فرانس چارواکو رسنیو سره په خبرو کې، د نن ورځې برید غندلی دی، خو د سعودي عرب چارواکو او سرکاري رسنیو د دې حملې په اړه څه تبصره نده کړې.

فرانس په سعودي عرب کې خپلو شهریانو نه غوښتي دي چې ډېر دې د ځانونو خیال ساتي، ځکه په فرانس کې د اسلام د پیغمبر د خاکې په سر چې د سکول د یو استاذ نه سر غوڅ کړی شو، پس له هغه کشیدګۍ زیاتې شوي دي.

په فرانس کې په تېره میاشت کې دوه داسې مرګوني بریدونه وشول چې حمله کوونکي یې د فرانس مسلمان شهریان و خو پیدایش یې د فرانس نه بهر شوی و.

په اوله پېښه کې، د پېرس نه دباندې یو استاذ په عام سړک ووژل شو او سر یې غوڅ شو. هغه استاذ په خپل کلاس کې د آزادي رای په موضوع سبق ورکاوه او په لړ کې یې د اسلام د پیغمبر خاکې شاګردانو ته ښودلې وې.

د هغې پېښې نه پس، د فرانس د خلکو غم او غوسه لا نه وه ختمه چې درې تنه نور د فرانس په نیس ښار کې د یو چرچ یا کلیسا نه بهر ووژل شول. هغې حملې کې هم بریدکوونکي د الله اکبر په نارو سره په عامو کسانو د چړې ګوزارونه وکړل.

بل اړخ ته په مشرق وسطی او جنوبي ایشیا کې په ځینو مسلمانو ملکونو کې د فراس خلاف مظاهرې هم وشوې او د فرانس د پیداوارو په اخیستو د بندیز غوښتنه وشوه.

دا چې د سعودي عرب په جده ښار کې نن ولې د اولې نړېوالې جګړې په یاد غونډه شوې وه، ځان ته یو تاریخ لري.

د بحیره احمر په غاړه پروت د سعودي عرب جده ښار کې هم د اول عالمي جنګ پېښه شوې وه. هغه وخت د عثماني خلافت عسکر، په ۱۹۱۶ کې چې جګړه توده شوې وه، ځایي عسکرو ته چې د برطانیې ملاتړ یې درلود، ځانونه تسلیم کړي و. هماغه و چې بیا د حجاز سلطنت او بیا ورپسې د سعودي عرب برخه جوړه شوه.

یاده دې وي چې په سعودي عرب کې پخوا هم سفارتي ځایونه د حملو نښه ګرځېدلي دي.

د اکټوبر په نهه ویشتمه (۲۹) هم په جده کې د فرانس د کونسلګرۍ مخې ته په یو ساتونکي یا محافظ د چړو ګوزار شوی و چې هغه ساتونکی پکې زخمي شو. هغه برید د سعودي یو شهري کړی و چې بیا ونیول شو. تر اوسه روښانه نده چې د دې حملې وجه یې څه وه.

په ۲۰۰۴ کې په جده کې د امریکا په کونسلګرۍ وسله واله حمله وشوه چې پکې پنځه کارکنان ووژل شول. القاعده ترهګره ډله د هغې برید ذمه وار وګرځول شوه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG