لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

محمد بن سلمان: که نړیوالې ټولنې د ایران خلاف سخت دریځ خپل نکړو نو تېل به گران شي


د سپټمبر په ١۴ نېټه د سعودي عرب د تېلو په دوو مرکزونو حملې وشوې چې په نتیجه کې یې د هیواد د تېلو پېداوار د څو ورځو دپاره شا او خوا نیم په نیمه کم شو

د سعودي عرب وليعهد محمد بن سلمان خبرداری کړی دی که نړیوالې ټولنې د ایران خلاف سخت دریځ خپل نکړو نو په منځني ختیځ کې به تاوتریخوالی نور هم زیات شي او د تېلو بیې به بې کچه زیاتې شي.

د امریکې د خبرونو پروگرام "سکسټي منټس" یا شپېته منټه سره مرکه کې سعودي وليعهد وویل ایران سره د تاوتریخوالي زیاتېدو له امله نړیوالو مفادات ته خطرات راولاړېدی شي.

سعودي وليعهد د تېلو بيې د زیاتېدو خبره په داسې حال کې کړې ده چې د سپټمبر په ١۴ نېټه د سعودي عرب د تېلو په دوو مرکزونو حملې وشوې چې په نتیجه کې یې د هیواد د تېلو پېداوار د څو ورځو دپاره شا او خوا نیم په نیمه کم شو، چې د نړۍ د مجموعي پېداوار پنځه فيصد برخه وه.

د یمن ایران پلوه هوثي باغیانو د سعودي عرب د تېلو په کارخانو د حملو ذمه واري اخیستې خو سعودي او امریکايي مامورین په ایران په حملو کې د ککړتیا الزام لگوي. ایراني چارواکي دا خبره ردوي.

فرانس، جرمني او برطانيي هم په ایران د سعودي عرب د تېلو په مرکزونو د حملو تور لگولی دی.

امریکې د ایران سره د تاو تریخوالي د زیاتېدو وروسته د خلیج فارس په سیمه کې اضافي عسکر او سمندري جنگي جهازونه پرځای کړې دي.

خو سعودي وليعهد وویل ایران سره د تاوتریخوالي کمولو دپاره به د پوځي طاقت پرځای د خبرو لاره غوره کوي. "سیاسي او پرامنه حل د پوځي حل نه زیات بهتر دی."

XS
SM
MD
LG