یو شمېر غربي ملکونو او کمپنیو په ترکي کې د سعودي عرب په قونصلگرۍ کې د خبریال جمال خاشقجي د وژنې په سر په ریاض کې کېدونکې اقتصادي غونډه کې د گډون نه کولو فیصله کړې او جرمنی ویلي سعودي عرب سره د وسلې یوې معاهدې ته به بیا کتنه کوي.
د "دیوس ان دي ډیزرت" نومې اقتصادي غونډه د نهې، سه شنبې، په ورځ پېل کیږي. د غونډې هدف سعودي عرب ته سرمایه کاري راکښ کول دي. دیووس د سوېټزرلېنډ د سیاحت دپاره مشهور ښار دی چرته د ورلډ اکنامک فورم تنظیم هر کال په نړیوال اقتصاد غونډه کوي.
د "دیووس ان دي ډیزرت" یا په صحرا کې ډیووس غونډه د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان تصور گڼل کیږي چې په تېلو د هېواد د اقتصاد اړتیا کمه کړي او نړیواله سرمایه کاري سعودي ته ور وگرځوي.
خو په نړيواله کچه د خبریال جمال خاشقجي په وژل کیدو راپورته شوي تشویش او غندنې د سعودي عرب اقتصادي غونډه د مشکلاتو سره مخامخ کړې ده.
رویټرز او ای پي خبري ادارو د گل، دوشنبې، په ورځ وویل د غونډې رسمي ویب پاڼه هېک شوې او په ویب پاڼه دا لیکل شوې دي چې سعودي عرب په نړي واله کچه د ترهگرو مالې مرسته کوي.
ددې نه علاوه د امریکې مشهورو کمپنو اوبر، جی پي مورگن چیز ايي، او بلیک راک مشرانو د سعودي عرب په غونډه کې د شرکت نه کولو اعلان کړی دی. هم دغه رنگ د ورلډ بېنک او ايي اېم ایف مشرانو هم ویلي د ریاض په غونډه کې به گډون نه کوی.
جرمني ویلي په سعودي د وسلې خرڅولو معاهده به ختموي. د جرمني سیمنس کمپنۍ هم ویلي مشر به یې د ریاض په اقتصادي غونډه کې شرکت نه کوي.
جمال خاشقجي د دې میاشت په دویمه نېټه په استنبوبل کې د سعودي کونسلخانې ته ورغلو خو بیا ژوندې نه دی لیدل شوی. د څو ورځو د تردیدونو او د لا علمۍ ورسته سعودي حکومت منلې چې ښاغلی خاشقجی په دغه سفارتي ودانۍ کې د مامورینو سره په خبرو کې وران شو او په جگړه کې ووژل شو.
د امریکې په شمول د نړۍ یو شمېر هېوادونو د خاشقجي د بې درکه کېدو په سر د سعودي حکومت سخته غندنه کړې ده. جمال خاشقجي د سعودي حکومت نقاد و او ویل کیږي چې کیدی شي سعودي ولي عهد محمد بن سلمان د خبریال په وژنه کې لاس لري. خو سعودي حکومت ویلي محمد بن سلمان، چې د اېم بي ایس په نامه هم یادیږي، د جمال خاشقجي په وژنه کې نه دی ککړ.
د نړیوال تشویش پرته، د اقتصادي ستونزو سره مخامخ د پاکستان حکومت اعلان کړی دی چې وزیراعظم عمران خان به د سعودي عرب په غونډه کې گډون کوي.