لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سعودي باچا شاه سلمان د فلسطیني ریاست حمایت تکرار کړو


د روېټرز خبري ادارې د نهې، سه شنبې، په ورځ خپل رپورټ کې وویل سعودي باچا دا خبره په داسې مهال کړې چې یوه ورځ وړاندې د هغه زوي او ولې عهد محمد بن سلمان وویل چې اسرائیلیان هم حق لري چې په پرامنه ډول په خپله خاوره ژوند وکړي

د سعودي عرب باچا شاه سلمان ویلي فلسطینان حق لري چې خپل جلا وطن ولري.

د روېټرز خبري ادارې د نهې، سه شنبې، په ورځ خپل رپورټ کې وویل سعودي باچا دا خبره په داسې مهال کړې چې یوه ورځ وړاندې د هغه زوي او ولې عهد محمد بن سلمان وویل چې اسرائیلیان هم حق لري چې په پرامنه ډول په خپله خاوره ژوند وکړي.

د گل، دوشنبې، په شپه د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ سره په ټیلې فون خبرو کې سعودي باچا شاه سلمان د دې خبرې په ضرورت زور واچولو چې د اسرائیل او فلسطینانو ترمنځ د سولي بهیر دې وړاندې بوتلل شي.

صدر ټرمپ او سعودي باچا د اسرائیل او د فلسطینیانو په مسله په داسې مهال خبرې کړي چې تیره هفته په غزه کې د اسرائیل سره په پوله د فلسطینیانو د مظآهرې په وخت اسرائیلي امنیتي ځواکونو ١٦ فلسطینیان په ډزو ووژل.

د سعودي عرب د حکومتي خبري ادارې سعودي پرېس اېجنسي ترمخه شاه سلمان د خپل حکومت دا دریځ تکرار کړو چې فلسطینیان دا قانوني حق لري چې یو ازاد وطن ولري چې پایتخت یې یروشلم وي.

د سعودي خبري ادارې په رپورټ کې د شهزاده سلمان د خبرو ذکر نه و شوی.

رویټرز وايي محمد بن سلمان د اسرائیل په اړه خبرې د امریکې اټلانټک نومې مجلې سره مرکه کې کړې وې چې ښايی چې ممکنه ده اسرائیل او سعودي عرب یو بل ته نژدې کیږی.

اټلانټک د شهزداه محمد بن سلمان له قوله لیکي چې اسرائیلیان او فلسطینیان د خپل خپل وطن حق لري، چې هرڅوک پکې په امن او ثبات کې ژوند وکړي او د یو بل سره عادي تعلقات ولري.

سعودي عرب د اسرائیل سره سفارتي تعلقات نه لري او اسرائیل يې د ریاست په توگه نه دی تسلیم کړی. د سعودي عرب دا دریځ دی چې اسرائیل دې هغه علاقې پریږدي چې د کال ١٩٧٦ په جنگ کې یې د عربو نه نیولي دي. فلسطینیان دغه سیمې د خپل اینده ریاست برخې گڼي.

د ایران او د سعودي عرب ترمنځ د زیاتېدونکي تاتریخوالي په مهال دا گنگوسې راپارېدلي دي چې گنې اسرائیل او سعودي عرب د خپل مشترکه حریف ایران خلاف یوځای کیږي.

XS
SM
MD
LG