اسرایلي مطبوعات وايي د وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو د سعودي عرب د خفیه سفر په مهال سعودي ولي عهد محمد بن سلمان او د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو سره لېدلي دي.
د اسرایل مطبوعاتو د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل د اتوار، یکشنبې، په ورځ سعودي عرب ته تللي اسرایلي پلاوي کې د اسرایلي استخباراتي ادارې موساد مشر یوسي کوهن او د کور دننه د استخباراتي مشر هم شامل وو.
په مطبوعاتو کې د پروازونو د څارنې د معلوماتو له قوله وېل شوي چې یو غېر حکومتي جهاز د تل ابېب نه د سعودي عرب نیوم ښار ته ځي او څو ګنټې وروسته ستنیږي.
د نېټن یاهو دفتر د هغه سعودي عرب ته د مبینه سفر په اړه څه نه دي ویلي.
د امریکې خارجه وزارت یا سټېټ ډپارټنمنټ هم په نیوم کې د مایک پامپېیو او د سعودي ولي عهد د ملاقات په اړه خپل بیان کې د نېټن یاهو د سفر څه ذکر نه دی کړی.
د سټېټ ډپارټمنټ ترجمانې کېل براون وویل مایک پامپېیو او محمد بن سلمان د خلیج په سیمه کې د اتحاد، د ایران جارحانه چلند مخه نیول او په یمن کې د جنګ سیاسي حل موندلو په ضرورت خبرې وکړې.
مایک پامپېیو تېره هفته اسرایل ته تللی و او د نېټن یاهو سره یې هغه لوظنامې ولمانځلې چې اسرایل په ورستۍ موده کې د سوډان، بحرین او متحده عرب اماراتو سره د سفارتي تعلقاتو قایموولو دپاره کړي دي.
مایک پامپېیو په سعودي عرب هم غږ کړی چې اسرایل سره دې تعلقات قایم کړي.
سعودي عرب ته د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو د دورې په مهال د اسرایلي وزیراعظم د مبینه سفر په اړه خبرونه په داسې حال کې مخې ته راغلي چې څو ورځې وړاندې پاکستان دا خبره رد کړې وه چې اسرایل د تسلیموولو دپاره امریکې په پاکستان فشار راوړی دی.
د پاکستان خارجه وزارت د نومبر په ۱۷ نېټه یو بیان کې وویل پاکستان به د ملګرو ملتونو د قراردادونو دلاندې د دوو ریاستونو د قیام ملاتړ کوي چې د فلسطېني ریاست سرحدونه د ۱۹۷۶ جنګ نه د وړاندې په صورتحال جوړ وي او دالقدس یې مرکزي ښار وي.