لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خبریال جمال خاشقجي په وژنه کې پنځو سعودیانو ته د مرگ سزاگانو غوښتنه شوي


سعودي څارنوال سعود المجیب
سعودي څارنوال سعود المجیب

د سعودي عرب څارنوال یا سرکاري وکیل ترمخه تېره میاشت د ترکی په استنبول ښار کې د سعودي عرب په قونصلگرۍ کې د وژل شوي خبریال جمال خاشقجي په مقدمه کې د سعودي عرب حکومت په ١١ کسانو فرد جرم لگولی او د پنځو کسانو لپاره یې د مرگ سزا غوښتنه کړی ده.

د امریکا واشنگټن پوسټ اخبار یو خبر کې وویل سعودي څارنوال سعود المجیب د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د سعودي عرب سرښار ریاض کې یو خبري کانفرنس په وخت وویل د استخباراتو پخوانی نایب احمد الاسیري یوه ډله په دې غرض ترکي ته لیږلی وه چې سعودي عرب ته د خاشقجي د بیرته تگ په اړه مزاکرات وکړي. څارنوال زیاته کړه د خبریال وژنې امر په استنبول کې د سعودي ټیم مشر لخوا ورکړی شوی وو.

د ډیرو هیوادونو چارواکو ویلي دي دا امکان نیشته چې خاشقجي به د سعودي شهزاده محمد بن سلمان د خبرولو بغېر وژل شوی وي. خو داسی کوم ثبوت تر اوسه نه دی ترلاسه شوی چې وښايي شهزاده سلمان د دې عملیاتو امر ورکړی و. سعودي چارواکو دا خبره رد کړی ده چې د خاشقجي د وژنی ذمه وار شهزاده محمد بن سلمان دی.

د ترکي صدر رجب طیب اردوان ویلي دي د خاشقجي وژنه د مخکی نه پلان شوی وه او د خاشقجي د وژنی امر د سعودي حکومت اعلی چارواکو ورکړی و خو په دې لړ کې ېې نېغ په نېغه څوک ذمه وار نه دی گرځولی. د خاشقجي وژنی په حقله معلومات لرونکي کسانو ترمخه کوم سعودي ټیم چې خاشقجي وژلی دی د هغه یو غړی بیا سعودي عرب ته ټیلي فون کړی وو او چا ته ېې وویل چې خپل مشر خبر کړه وژنه ترسره کړی شوه. داسی ښکاري دا پېغام د ټیم څارنه کونکي تن ته ورکړی شوی وو.

خبریال جمال خاشقجي د اکتوبر په ٢مه نېټه په استنبول کې د سعودي په قونصلگرۍ ته د خپل واده لپاره کاغذونه جوړولو لپاره ورغلی و خو بیا ژوندی نه دی لیدل شوی. د ترکي او سعودي چارواکو د هغه د مرگ تصدیق کړی دی خو جسد یې نه دی موندل شوی.

جمال خاشقجي په امریکا کې د جلاوطنۍ ژوند کولو او د امریکې واشنگټن پوسټ ورځپاڼې د پاره به لیکل کول.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG