لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د مکې او مدینې ترمنځ د تیزرفتار ریل گاډي پرانېسته وشوه


سعودي باچا شاه سلمان

د سعودي عرب باچا شاه سلمان د نهې، سه شنبې، په ورځ د اسلام د دوو مقدسو ښارونو، مکې او مدېنې، ترمنځ د تیزرفتار ریل گاډې پرانېسته وکړه.

د دغه ښارونو ترمنځ د رېل گاډي په نظام شپږ اشاریه اووه ارب ډالر مصرف شوې دي.

د حرمین نومې رېلوی ۴٥٠ کلومېټره اږد دی او په منځني ختیځ کې د تگ راتگ په برخه کې تر ټولو لویه منصوبه ده.

اټکل کیږي چې په دغه رېل به هر کال ٦٠ مېلین مسافر سفر کوي او د مکې او د مدینې ترمنځ به د سفر وخت نیم په نیمه کم کړي.

دا رېلوی به د سعودي عرب ساحلي ښار جدې سره هم تړل کیږي او په نتیجه کې به یې د حاجیانو سفر هم اسان شي.

د مکي او مدینې ترمنځ د ریل نظام پرانېسته په داسې حال کې شوې ده چې د سعودي عرب د تیلو صادرات په کمېدو دي او د سعودي حکومت کوښښ دی چې هېواد کې سیاحت ته وده ورکړي او خارجي سېلگري راکښ کړي. سعودي حکومت په دې لړ کې په هوټلو په اربونو ډالرې لگوولې دي.

سعودي عرب ته هرکال ٢٠ مېلینه سېلگري ورځي چې زیاتره پکې مسلمانان وي چې حج او یا عمرې په غرض د سعودي عرب سفر کوي.

سعودي مامورین توقع کوي چې د کال ٢٠٢٠ پورې هېواد ته د حاجیانو شمیره کې د پنځه میلینو اضافه وکړي او عمرې ته د تلونکو خلکو په شمیره کې د کال ٢٠٣٠ پورې ٣٠ مېلینه زیاتوالی وکړي.

XS
SM
MD
LG