لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سعودي باچا شاه سلمان د روغۍ له کبله هسپتال کې دی


ای پي وايي شاه سلمان خپل ۳۴ کلن زوي ولي عهد محمد بن سلمان ته د خپل جانشین په توګه اختیارات ورکړي دي‌ خو د مخالفینو د ګوښه کوولو په ډول د محمد بن سلمان ځینې ګامونه لانجمن ګڼل کیږي
ای پي وايي شاه سلمان خپل ۳۴ کلن زوي ولي عهد محمد بن سلمان ته د خپل جانشین په توګه اختیارات ورکړي دي‌ خو د مخالفینو د ګوښه کوولو په ډول د محمد بن سلمان ځینې ګامونه لانجمن ګڼل کیږي

سعودي باچا شاه سلمان د ناروغۍ او د طبي معاینو دپاره هسپتال کې داخل کړی شوی دی.

اېسوسي اېټېډپرېس خبري اداره وايي سعودي شاهي محل د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل شاه سلمان د تریخي د پړسوب ټېسټونه کیږي.

ای پي وايي ۸۴ کلن شاه سلمان د ریاض په شاه فېصل هسپتال کې علاج دلاندې دی چرته چې زیاتره د شاهي کورنۍ غړي درملنې دپاره بوتلل کېږي.

شاه سلمان د ۲۰۱۵ راهسې بادشاهت ترلاسه کړی دی او په سعودي عرب کې د بادشاهت د قاېمیدو راهسې خپلو وروڼو کې اخیری باچا ګڼل کیږي.

څیړونکي وايي د شاه سلمان په واکمنۍ کې سعودي عرب چې د تبدیلې رفتار پکې زیاتره سست وي، په چټکتیا بدلونونه لیدلي دي چې پکې په یمن کې جنګ، د ایران خلاف سخت دریځ او قطر سره د سعودي عرب تعلقات ختمیدلو غوندې بدلونونه شامل دي.

ای پي وايي شاه سلمان خپل ۳۴ کلن زوي ولي عهد محمد بن سلمان ته د خپل جانشین په توګه اختیارات ورکړي دي‌ خو د مخالفینو د ګوښه کوولو په ډول د محمد بن سلمان ځینې ګامونه لانجمن ګڼل کیږي.

ای پي وايي که یو خوا محمد بن سلمان په سعودي عرب کې یو شمېر زاړه پاله قدغنونه لېرې کړي نو بلخوا د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خبریال جمال خاشقجي د وژنې شکونه هم لکه د سیورې د هغه تعقب کوي. خاشقجي په کال ۲۰۱۸ کې په استنبول کې د سعودي عرب په کونسلخانه کې وژل شوی دی.

محمد بن سلمان د جمال خاشقجي په قتل کې د ککړتیا خبره ردوي خو رپورټونه وايي خبریال هغو سعودي مامورینو وژلی چې نېغ په نیغه د ولي عهد دپاره خدمات ترسره کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG