لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان: د سعودي عرب امنیت او سیمه ایزې سلامیتا ته ژمنه لرو


عمران خان د سعودي عرب د سفر په مهال د شاه سلمان سره هم ولیدل
عمران خان د سعودي عرب د سفر په مهال د شاه سلمان سره هم ولیدل

د پاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي هیواد یې ژمنه لري چې د خطر په مقابل کې به د سعودي عرب د امنیت او سیمه ییزې سلامتیا تحفظ کوي.

د عمران خان دفتر د جمعې په ورځ په یو بیان کې وویل پاکستاني وزیراعظم دغه خبرې د سعودي عرب د دوه ورځني سفر په مهال د سعودي مشرانو سره په لیده کاته کې وکړې.

د بیان ترمخه، عمران خان تېره هفته د سعودي عرب د تېلو په دوو مرکزونو د حملو غندنه وکړه او دا خبره یې تکرار کړه چې د څه خطر په صورت کې"پاکستان د سعودي عرب امنیت او سیمه ییزې سلامتیه ته ژمنه لري،" یعني پاکستان به د سعودي عرب سره ودرېږي.

په عبقیق او خرېص کې د سعودي عرب د تېلو په مرکزونو د ډورن حملو ذمه واري د یمن ایران پلوه هوثي باغیانو اخېستې ده.

خو امریکايي او سعودي مامورین په حملو کې د ککړتیا شک په ایران کوي. سعودي مامورین وايي د سعودي عرب د تېلو په مرکزونو حملو کې د ایران وسله استعمال شوې ده.

د عمران خان د دفتر بیان وویل پاکستاني وزیراعظم د سعودي مامورینو سره په کشمیر کې په صورتحال هم خبرې وکړې او سعودي چارواکو په کشمیر کې په حالاتو د تشویش څرگندونه وکړه.

تېرکال په حکومت د راتگ نه وروسته سعودي عرب ته دا د عمران خان څلورمه دوره وه. سږ کال د فېبرورۍ په میاشت کې د سعودي عرب ولي عهد محمد بن سلمان د پاکستان دوره کړې وه.

د پاکستان د سفر په مهال شاه سلمان ویلي وو چې په سعودي عربستان کې قید د ٢٠٠٠ نه زیات پاکستانیان به ازادوي.

خو د جولايي په میاشت کې د پاکستان سېنېټ د بشري حقونو کمټۍ اندېښنه څرگنده کړه چې د سعودې ولي عهد د لوظ باوجو پاکستاني قیدیان نه دي ازاد کړی شوي او د کمېټۍ یو غړي ویلي وو ممکنه ده چې سعودي شهزاده د قیدیانو په اړه هڅې یو سیاسي بیان ورکړی و.

د پاکستان د خارجه چارو وزارت یو چارواکي هم د سنېټ کمېټۍ ته تصدیق وکړو چې د محمد بن سلمان د اعلان شپږ مېاشتې تېرېدو باوجود سعودي عرب یو پاکستانی قیدي هم نه دی ازاد کړی.

د پاکستان د باندینو چارو وزارت چارواکي ندیم خان کمېټۍ ته وویل چې د پاکستاني قیدیانو په مسله څه پرمختگ نه دی شوی او د پاکستان حکومت او وزیر اعظم بیا بیا سعودې عرب سره دا معامله راپورته کړي خو د سعودي حکومت چارواکي د خپل شهزاده لوظ سر ته د رسوولو نه ډډه کوي.

د عمران خان د دفتر د جمعې د ورځې بیان نه دا نه څرگندیږي چې آیا وزیراعظم د سعودي مامورینو سره د پاکستاني قیدیانو مسله راپورته کړې وه او که نا؟

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG