لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د سعودي عرب ولي عهد محمد بن سلمان به دا هفته د پاکستان خپل لومړی سفر کوي


یو پاکستاني چارواکي وي او ای ته ویلي وزیراعظم عمران خان د سعودي ولي عهد سره خصوصي ملگرتیا جوړه کړې ده او دواړه رهبران د خپلو هېوادونو ترمنځ تعلق نور هم مضبوطول غواړي

د سعودي عرب ولي عهد محمد بن سلمان به د دې هفتې په اخېره کې د پاکستان خپل لومړی سفر کوي او یو لوړ رتبه پاکستاني چارواکي وي او ای ته ویلي د پاکستان د سفر په مهال به سعودي ولي عهد په هېواد کې د ٢٠ ارب ډالرو سرمایه کارۍ اعلان کوي.

پاکستان ته د محمد بن سلمان د ټاکل شوي سفر په اړه د اسلام آباد نه د وي او ای خبریال ایاز گل په خپل رپورټ کې وايي په پاکستان کې د سعودي عرب سرمایه کارۍ به د وزیراعظم عمران خان د حکومت دپاره لویه مرسته وي ځکه چې حکومت یې دا وخت د سختو مالي مشکلاتو سره مخامخ دی او خارجي مالي امداد ته اړتیا لري.

هارون شریف د پاکستان د بورډ اف انسوېټمنټ یا د سرمایه کارۍ د ودې د حکومتي ادارې مشر دی وايي د سعودي عرب اعلان به نورو نړیوالو سرمایه گزارانو ته هم حوصله ورکړي چې پاکستان ته راشي.

د وي او ای سره مرکه کې ښاغلي شریف وویل د سعودي عرب سره د ١٥ واخلې تر د ٢٠ ارب ډالرو پورې د توانايي او معدنیاتو په مدونو کې د معاهدې لاس لیک کېدو امکان دی.

پاکستان ته د سفر په وخت به د محمد بن سلمان، چې د اېم بي اېس په نامه هم یادیږي، په پلاوي کې د شاهي کورنۍ غړي، د کابېنې وزیران او کاورباري تنان شامل وي. هغه به د وزیراعظم عمران خان او نورو لوړ رتبه حکومتي او پاکستاني پوځي چارواکو سره لیده کاته کوي.

د بورډ اف انسوېسټمنټ مشر هارون شریف وویل په پاکستان کې د سعودي عرب په سرمایه کارۍ کې په گوادر کې د ١٠ ارب ډالرو په خرڅ د تېلو صفا کولو یا ایل ریفاینري جوړول هم شامل دي. په گوادر کې چین د سي پېک منصوبې دلاندې یو بندر جوړ کړی دی.
چارواکي وايي په گوادر کې په ریفاینري د دریو نه په پنځو کلونو کې مکمله کړی شي او د پاکستان د صفا تېلو ضرورت به پوره کوي. د رېفاینرۍ نه علاوه سعودي عرب به په زراعت او د خوراک په مدونو کې هم سرمایه کاري کوي.

پاکستان د سعودي عرب سره په روایتي توگه ژور سیاسي، ثقافتي، اقتصادي او دفاعي تعلقات لري. په زرگونو پاکستانیان په سعودي عرب کې روزگارونه کوي او سعودي عرب په ریاعتي نرخونو پاکستان ته تېل ورکوي او مدام د اقتصادي ستونزو سره مخامخ پاکستان سره مالي مرسته هم کوي.

پاکستاني چارواکي وایي د سعودي سرمایه کارۍ سره دا شرط نه دی تړلی چې گنې پاکستان به په یمن کې جنگیدونکې سعودي ائتلاف ته خپل ځواکونه لېږي.

د اکتوبر په میاشت کې سعودي عرب پاکستان ته د درې ارب ډالرو مالي امداد اعلان وکړو. دغه پېسې د پاکستان سټیټ بېنک ته منتقل کړی شوې دي.

یو پاکستاني چارواکي وي او ای ته ویلي وزیراعظم عمران خان د سعودي ولي عهد سره خصوصي ملگرتیا جوړه کړې ده او دواړه رهبران د خپلو هېوادونو ترمنځ تعلق نور هم مضبوطول غواړي.

XS
SM
MD
LG