لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سعودي مېرمنې اوس موټر چلولی شي


یوه سعودي مېرمن د سعودي عرب په الظهران ښار کې موټر چلوي
یوه سعودي مېرمن د سعودي عرب په الظهران ښار کې موټر چلوي

سعودي عرب د نړۍ یوازنی هېواد و چرته چې مېرمنو موټر نشو چلولی. دغه پابندي د اتوار، یکشنبې، په ورځ ختمه کړی شوه.

ددې میاشت په شروع کې سعودي عرب هغه مېرمنو ته د موټر چلولو اجازت نامې یا لایسنسونه ورکول پېل کړل چې د خارجي هېوادونو لایسنسونه یې لرل. د اجازت نامو ورکولو وړاندې سعودي مامورینو د مېرمنو نه د موټر چلولو امتحان واخیستلو.

خو اوس هم د هېواد زیاتره ښځې د موټر چلولو اجازت نامې یا لایسنسونه نه لري.

د امریکې بلومبرگ خبري اداره وايي گڼ شمیر سعودي مېرمنو د نوي پرمختگ په اړه د تذبذب ښکار دي، که یو خوا ډیرې مېرمنې موټر چلول غواړي نو بلخوا نورې مېرمنې زاړه روایات پالل غواړي. خو ډیرې مېرمنې وايي ټولنه به ددې بدولون خپلولو کې څه لږ وخت اخلي.

موټرې جوړونکې کمپنۍ هم امید کوي چې په سعودي عرب کې د مېرمنو د موټرو چلولو سره به د موټرو په خرڅلاو کې هم اضافه وشي او د دې دپاره یې تیاری پېل کړی دی. د سږ کال په شروع کې موټر جوړونکې کمپنۍ فورډ د سعودي عرب په جده ښار کې د مېرمنو دپاره په ازمایئتي توگه د موټر چلولو بندوبست کړی و.

اوبر او کریم نومې د کرای د موټرو کمپنو ویلي د مېرمنو ډرایورانو د برتۍ کار یې شروع کړی دی.

د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان تیر کال اعلان کړی و چې د مېرمنو د موټر په چلولو پابندي به ختموي. هغه ویلي وو چې مېرمنو ته د کورنۍ د نارینه نه د اجازت اخیستلو ضرورت نه وي او د مکې او د مدني په شمول د هېواد به هره برخه کې به ښځې موټر چلولی شي.

شاه سلمان ویلي وو مېرمنو دپاره د موټر په چلولو پابندي ختمول یو لوې گام دی او ټولنه یې قبلولو ته تیاره ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG