لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پيښور کې د گل په ورځ د لمړۍ روژې اعلان


د نورو خليجي هيوادونو ترڅنگ به سعودي عرب کې د گل په ورځ لمړۍ روژه وي
د نورو خليجي هيوادونو ترڅنگ به سعودي عرب کې د گل په ورځ لمړۍ روژه وي

د پيښور دقاسم علي خان جومات مفتي شهاب الدين پوپلزۍ اعلان کړى دى چې دگل په ورځ به لمړۍ روژه وي.
د قبائيلي سيمو او افغانستان په شمول خليجي هيوادونو کې به هم د گل په ورځ لمړۍ روژه وي.
دپيښور په قاسم علي خان جومات کې دروژې دمياشتې په حواله دشهادتونو ترلاسه کولو وروستو ميډيا سره خبرو کې مفتي شهاب الدين وويل چې ديوې ښځې په شمول گڼ شمير کسانو دروژې دمياشتې دليدو گواهي ورکړه چې دعلماء کرامو لخوا يې جاج واخستو شو.
د خيبرپښتونخوا حکومت به د گل په ورځ په يوه غونډه کې يا خو دمياشتې دليدو او يا دروژې اعلان کوي.
د پيښور تاريخي جومات مسجد قاسم علي خان کې دمقامي علماؤ او غير سرکاري رويت هلال کميټۍ بيړنۍ غونډه وشوه چې پکې دمفتي شهاب ترمخه گڼ شمير شهادتونه ترلاسه شوي دي.
هغه وويل چې يوه زنانه د حيات اباد نه دروژې دمياشتې دليدو شهادت دپاره راغلې وه، ده وويل چې دمرکزي رويت هلال کميټۍ فرض جوړيږي چې دې گواهانو سره رابطه وکړي ، ددوي پتې موجودې دي.
هغه ددې خبرې ترديد وکړو چې گنې دغونډې نۀ رابللو په اړه پرې کوم فشار ؤ.
دروژې مياشتې ليدلو لپاره به دپاکستان دمرکزي رويت هلال کميټۍ غونډه دگل په ورځ ماذيگر مهال کيږي.
عموماً پيښور اؤ خواؤشا سيمو کې خلک دمسجد قاسم علي خان په اعلان روژه او اختر کوي ، چې ددغه اوسني اعلان سره يو ځل بيا په پاکستان کې داختر او روژې په اړه خلک په دوؤ ډلو کې ويشل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG