لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په سکاټ لېنډ کې شپږ کسان په  چاړه ووهل شوو، حمله کونکی پولیس ووژلو


د برطانيي مطبوعاتو د عیني شاهدینو له قوله وویل چې په چاړه د حملې دغه پېښه د ګلاسګو په مرکز کې يه یو هوټل کې وشوه. یو عیني شاهد مطبوعاتو ته وویل د هوټل په پوړو (زینو) کې یو تن په نورو کسانو د چاړه ګزارونه وکړل
د برطانيي مطبوعاتو د عیني شاهدینو له قوله وویل چې په چاړه د حملې دغه پېښه د ګلاسګو په مرکز کې يه یو هوټل کې وشوه. یو عیني شاهد مطبوعاتو ته وویل د هوټل په پوړو (زینو) کې یو تن په نورو کسانو د چاړه ګزارونه وکړل

د سکاټ لېڼد په ګلاسګو ښار کې د جمعې په ورځ شپږ کسان د چاړه په ګزارونو زخمیان شول او حمله کوونکی د پولیس په ډزو ووژلو.

د برطانيي مطبوعاتو د عیني شاهدینو له قوله وویل چې په چاړه د حملې دغه پېښه د ګلاسګو په مرکز کې يه یو هوټل کې وشوه. یو عیني شاهد مطبوعاتو ته وویل د هوټل په پوړو (زینو) کې یو تن په نورو کسانو د چاړه ګزارونه وکړل.

رويټرز خبري ادارې ترمخه د سکاټ لېنډ د پولیس نایب مشر سټیو جانسن وویل په حالاتو ته قابو موندل شوی دی او نورو خلکو ته څه خطر نشته. هغه وویل حمله کونکی پولیس وویشتلو.

د پولیس یو افسر هم د چاړه په ګزارونو زخمي شوی دی.

په لومړو رپورټونو کې مطبوعاتو ویلي وو چې په پېښه کې د حمله کوونکي په شمول درې کسان وژل شوو. خو وروسته پولیس وویل حمله کونکی یوازنې تن دی چې وژل شوی دی.

د برطانيي وزیراعظم بورس جانسن د ګلاسګو په پېښه د خفګان څرګندونه وکړه.

تیره هفته د جنوبي برطانيي په رېډنګ ښار کې درې کسان په یو پارک کې په حمله کې ووژل شو. پولیس وايي دغه واقعې یې ته د ترهګرۍ په نظر ګوريږ

خو د ګلاسګو د پېښې په اړه مامورینو وه نه وېل چې ایا په دې هم د ترهګرۍ شک کولی شي او که نا؟

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG