لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شام کې د داعش خلافت په مکمله توګه ړنګ شو


شام کې د خودسره اسلامي ریاست یا داعش پرضد جنګیدونکي امریکا پلوه شامي عسکرو یا سیرین ډیموکریټک فورسز په باغوز کې خپل بیرغ پورته کړی او د خودسره اسلامي ریاست یا داعش خلافت د ختمیدو اعلان يې کړی.

د اېس ډي اېف لخوا د خالي یا شنبې په ورځ دغه اعلان په داسې مهال شوی چې تیره شپه د ایتلافي هوايي جهازونو لخوا په باغوز کې ګڼ شمیر هوايي بریدونه هم شوي.

په دغه بمبارۍ کې د داعش ډلې هغه وسله وال په نخښه شوي چا چې لا هم جګړه کوله او د باغوز ښار په غرونو کې پټ شوي وو. خو د خالي په شپه د بمبارۍ وروسته د دغه جنګیالو مقاومت پاې ته رسیدلی.

د سیرېن ډیموکرېټک فورسز ویاند مصطفا بالي د داعش د ړنګیدو اعلان په یو ټوېټ کې کړی او لیکلي يې دي ٫٫ د باغوز کلی په مکمله توګه د داعش نه ازاد کړی شوی.٬٬ نوموړي زیاته کړې چې اېس ډي اېف عسکرو په مکمله توګه د داعش خلافت ړنګ کړی او د دوي ماتې اعلانوي.

نوموړي ویلي مونږ ټولې نړۍ ته خودسره اسلامي ریاست د منځه تللو مبارکي وایو.

د اېس ډي اېف لخوا دغه اعلان د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ لخوا د شوی اعلان ۱۲ ساعته وروسته شوی. صدر ډانلډ ټرمپ تیره ورځ خبریالانو ته ویلي چې په شام کې داعش په مکمله توګه دمنځه تللی. صدر ټرمپ دغه اعلان د دفاع سیکتر پېټ شېنان سره د لیدو کتو وروسته کړی وو.

د سپېنې ماڼې یا واېټ هاوس ویاندې ساره سېنډرز هم تیره ورځ ویلي وو چې د داعش سیمه ایز خلافت د منځه وړل شوی.

د جمعې په ورځ د صدر ډانلډ ټرمپ لخوا شوی دغه اعلان بیا د امریکا د دفاع وزارت چارواکو او اېس ډي اېف لخوا رد کړی شوی وو.

تیره ورځ مصطفا بالي د واېس اف امریکا کرد څانګې ته ویلي وو، چې که څه هم صدر دغه اعلان کړی خو د هغوي عسکر لا هم په باغوز کې په جګړه کې بوخت دي او د دغه جګړې په مهال هوايي بریدونه هم شوي.

تر دې دمه د اېس ډي اېف چارواکي په باغوز کې د ګټې اعلانولو نه ډډه کوي ځکه وړاندې د دې نه هم په دغه سیمه کې دغه شان اعلانونو شوي وو خو د داعش ترهګرو بیا هم خپله جګړه جاري ساتلې.

د داعش پرضد جوړ اېتلاف چارواکو هم خبرداری ورکړی چې د داعش جنګیالي تر اخیره پورې سخته جګړه کوي او کله کله ماشومان او عام خلک د جنګي ډهال په توګه کاروي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG