لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اوباما انتظامیه به نوي امنیتي سټراټیجی وړاندې کوي


اوباما انتظامیه به نوي امنیتي سټراټیجی وړاندې کوي

داسې تمه کېږي کې چې اوباما انتظامیه به د زیارت په ورځ د قامي سلامتیا نوي سټراټیجي وړاندې کوي.

داسې تمه کېږي کې چې اوباما انتظامیه به د زیارت په ورځ د قامي سلامتیا نوي سټراټیجي وړاندې کوي. ی په دغه سټراټیجي کې به د کورکې دننه پېدا شوو ترهگرو لخوا پېښ شوي خطر او په نړیوال ډپلومیټکي مرستو زور اچول کېږي. د جمهوررئیس اوباما د ټولو ستر صلاح کار جان برینن د شورو په ورځ ویلي دغه سټرټیجې کې به کور کې دننه ترهگرو ته د ټولو زیات پام ورکول کېږي ځکه چې په ورستیو کې په امریکا کې زیاتیدونکي شمېره کې کسان د تندوره نظریات او فکر ښکار شوي دی. د روانی میاشت په اول کې په یو امریکایي تن د نیویارک په ټائمز سکوائر کې د بم خلاصولو تور دی. ښاغلي برېنن زیاته کړه چې نوي سټراټیجي به د پخواني صدر جارج بوش سټراټیجی نه په غټه برخه اختلاف لري چې وایي به جگړا القاعده سره ده، نه چې ترهگرۍ پرضد یا اسلام پرضد. تېره اونۍ صدر اوباما ویلي وؤ هغه اراده لري چې د صدر بوش نه زیات په نړیوالې ډپلومېسې زیات زور ورکړي. ښاغلي برینن زیاته کړه چې افغانستان ، پاکستان او عراق کې د ترهگرۍ پرضد هڅو له وجې القاعده د فشار لاندې ده او القاعده خپل ټکټیکونو کې بدلون روالي او هڅې کوي چې هغه کسان بهرتي کړي چې د امریکا امنیتي نظام نه بچ اوځي.

XS
SM
MD
LG