اشفاق مومند
د خيبر پښتونخوا حکومت د هېواد پخوانيو قبايلي سيمو ته په صوبه کې د وړاندې نه معرفي شوې د انصاف صحت کارډ سکيم غزولو پريکړه کړيده.
د تحریک انصاف ګوند د خيبر پښتونخوا د صحت صوبايي وزير هشام انعام الله د تېرې جمعې په ورځ په سر ښار اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته د وینا په وخت ویلي وو، د قبايلي ضلعې د صوبې برخې دي او صوباي حکومت دغه سيمې خپل ملکيت ګڼي .
د صحت انصاف کارډونه په کال ۲۰۱۵م کې د پښتونخوا تحریک انصاف حکومت جاري کړی وو چې پکې د بی وسه خلکو د ویړیا درملنې لپاره په لکونو خلک رجسټرکړی شوي وو.
د صحت چارواکي وايي د صوبايي حکومت صحت محمکې له خوا شوې سروی کې د نادرا نه د اولس ګټې وټې اندازې اخستو ورستو هغوي ته رجسټرېشن ورکړی کېږي او نومونه يي فهرست کې شاملوي.
ډاکټر ایوب روز وايي قبايلي ضلعو کې به هم ډېر زر د بې وسه خلکو د رجسټرېشن لپاره د سروې عمل ترسره کوي او د دغې ورستو به حق دارو خلکو ته رجسټریشن ورکړی کېږي او بيا به دغه خلک د صوبې هر هسپتال ته د ویړیا درملنې لپاره د تګ اجازه ولري.
نوموړي زیاته کړې په قبایلي ضلعو کې د وړاندې نه موجود د صحت مرکزونو يا هسپتالونو کې به هم د څارنې نظام قوي کولو لپاره ګامونه پورته کوي د کومو چې وړاندې دومره پرواه نه ده ساتل شوې.
ډاکټرایوب روز وي او ای ډیوه سره په مرکه کې وویلي په خیبرپښتونخوا کې د ورګډیدو سره به د پخوانیو قبایلي سېمو د صحت اسانتیاوي برابرولو لپاره صوبايي حکومت په یوشمیر منصوبو غورکوي او ډیر زر به دغلته اسانتیاوي د صوبې د نورو برخو په څېر برابرې کړی شي.
نوموړي زیاته کړې روان کال د مرکز نه د قبايلي سیمو لپاره فنډونه ورکړل شوي او کله چې دغه فنډونه د صوبې په اختیار کې ورکړی شي نو د صحت سره سره به نور پرمختیايي کارونه هم په څرګنده ډول مخ په وړاندې بوځي.
د صحت کارډونو او په قبایلي سېمو کې د صحت سهولتونو په اړه د ډاکټر ایوب روز تفصیلي مرکه په لاندیني لنک اوریدی شئ. دغه مرکه د وي او ای ډیوه اشفاق مومند کړې.