لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

رپورټ: د سېنټ کمېټۍ غوښتنه کړې پر کوچنیانو جنسي تېري کوونکي دې په ښکاره پانسي شي


د پاکستان سنېټ چیرمین رضا رباني

په کورنیو چارو کې د پاکستان د سېنټ دایمي کمېټۍ د هېواد د سزا په قانون کې د بدلون غوښتنه کړې او وړاندیز یې کړې چې که څوک د کوچنیانو په تښتونه او جنسي تېري کې لاس ولري، په ښکاره دې پانسۍ ورکړل شي.

د پاکستان د ایکسپریس ټرېبیون ورځپاڼې ترمخه، کمېټۍ له حکومته غوښتنه کړې، چې سمدستي دې د ماشومانو د حقونو ملي کمیشن (NCRCP) اعلان کړي، چې په هره کچه د ماشومانو د جنسي ځورونو پېښې وڅېړي او داسې کلک ګامونه پورته کړي، چې په راتلونکي کې د داسې پېښو مخه ونیول شي.

د سېنټ کمېټۍ د دوشنبې- سوموار په ورځ په دې اړه په پارلمان کې غونډه کړې ده، چې مشري یې سنېټر رحمان ملک کړې ده. په غونډه کې د قصور او مردان د وروستیو پېښو په ضد قرارداد منظور شوی، چې پر کوچنیانو پکې جنسي تېری شوی او وژل شوي دي.

په غونډه کې د خیبرپښتونخوا او پنجاب لوړپوړو حکومتي چارواکو د قصور او مردان د وروستیو پېښو په اړه مالومات وړاندې کړي، خو په دې اړه یې څه نه دي ویلي، چې په دغو پېښو کې د لاس لرونکو کسانو په مقدمو کې څه پرمختګ شوی که نه.

رحمٰن ملک د کمېټۍ غونډې ته د وینا په مهال د سزا په قانون کې د بدلون مسوده وړاندې کړې او حکومت ته یې پکې سپارښتنه کړې ده، چې که څوک د هغو کوچنیانو- چې عمرونه یې د ۱۴ کلونو کم وي- په تښتونه، جنسي تېري او وژنه کې مجرم ثابت شي، نو هغوی ته دې یا د خلکو په وړاندې په ښکار پانسۍ ورکړل شي یا دې د ټول عمري بند سزا ورکړل شي.

په غونډه کې ځینو سنېټرانو ویلي، د سزا په قانون کې تر بدلون راوستلو مخکې پکار ده، چې د سزا د نوي وړاندیز په اړه د پاکستان د کورنیو چارو د وزارت نظر هم واخیستل شي.

د پنجاب د پولیسو مرستیال مشر ابوبکر خدابخش غونډې ته د مالوماتو ورکولو په وخت ویلي، چې د ۲۰۱۵م کال له اکتوبر میاشتې راهسې یواځې په قصور ضلع کې ۱۱ داسې پېښې رپوټ شوې دي، چې پکې له ۵ تر ۱۰ کلنۍ پورې پر کوچنیو نجونو جنسي تېری شوی او بیا وژل شوې دي:

"د ۲۰۱۷م کال له اکتوبره د ۶۹۶ مشکوکو کسانو ډي این اې معاینات شوي دي، زه نه شم ویلای چې د کوچنیانو په جنسي تېري او وژنه کې د تورنو کسانو پلټنه به څومره وخت واخلي. دا اوونۍ او حتی میاشتې هم اخیستلای شي"

غونډې ته د اووه کلنې زینب پلار هم وړاندې شوی، چې لور یې دوې اوونۍ وړاندې په قصور کې سبق ته په لاره ورکه شوه او وروسته یې مړی وموندل شو، چې جنسي تېری هم ورباندې شوی وو. د زینب پلار غونډې ته ویلي، چې پولیس یې د لور د وژنې په مقدمه کې هیڅ دلچسپي نه ښيي.

په غونډه کې د پاکستان د پولیسو چارواکو ته هم وړاندیز شوی، چې د هېواد په کچه د واټسپ یو داسې ګروپ جوړ کړي، چې له هره ځایه خلک پکې پر ماشومانو د جنسي تېري پېښې په اسانۍ سره رپوټ کړي.

د سېنټ کمېټۍ په پای کې یوه د سنېټر شاهي سید په مشرۍ یوه جرګګۍ جوړه کړې، چې د قصور او مردان د پېښو په اړه به په ۱۵ ورځو کې رپوټ وړاندې کوي او د مدني ټولنې له غړو سره په کتنه کې به له هغوی سره خبرې کوي، چې څنګه کېدای شي د جنسي تېري د پېښو مخه ونیول شي.

XS
SM
MD
LG