لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سينيټرگراهم: د ډرون ترڅنگ پاکستان کې نورې پوځي کارروايۍ احتمال لري


گراهم په يوه مرکه کې دنهې په ورځ وئيلي دي چې په پاکستان کې دکلونو راهسې روانو ډرون بريدونو څخه په وراخوا کيدى شي امريکائي قانون جوړونکي دپوځي عملياتو ملاتړ هم وکړي
گراهم په يوه مرکه کې دنهې په ورځ وئيلي دي چې په پاکستان کې دکلونو راهسې روانو ډرون بريدونو څخه په وراخوا کيدى شي امريکائي قانون جوړونکي دپوځي عملياتو ملاتړ هم وکړي

د امریکا ريپبلکن گوند سينيټر لنډزى گراهم وایي دامريکا په سينيټ کې په پاکستان کې دډرون بريدونو څخه په ارخوا دتندلارود په نخښه کولو په غرض دپوځي عملياتو دپراختيا لپاره ملاتړ کې اضافه کيږي.
د امريکائي سينيټر لنډزې گراهم لخوا څوک چې په خارجه پاليسۍ او پوځي چارو کې يو بااثره تن دى دغه څرگندونې دامريکا دگډو ځواکونو دکميټې دمشر ايډمرل مائيک مولن لخوا دپاکستان استخباراتي شبکه ائي ايس ائي حقاني نيټ ورک سره په ملاتړ دتورنولو څخه يوه اوونۍ وروستو شوي دي.
امريکائي چارواکي حقاني ډله دوه اوونۍ دمخه په کابل کې په امريکائي سفارت خانه او دنيټو په هيډکوارټرز ترسره شوي بريدکې هم ککړه بلي.
په داسې حال کې چې په دغسې مهمو تنصيباتو بريدونو کې دککړې ډلې دجنگيالو په ضد دسخت دريځ خپلولو په اړه غږونه سيوا کيږي دامريکې خارجه وزيرې هيلري کلنټن دنهې په ورځ وئيلي وؤ چې واشنگټن دې خبرې ته نزدې شوى چې ايا دحقاني ډلې جنگيالي ترهه گر وگرځول شي؟
امريکا دډير وخت څخه په پاکستان ټينگار کوي چې دافغانستان دپولې ترڅنگ خپله قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دحقاني دډلې دجنگيالو په ضد پوځي عمليات پيل کړي.
امريکائي چارواکي دريځ لري چې ددغه تندرويه ډلې جنگيالي په افغانستان کې دنيټو او امريکائي پوځيانو باندې دبريدونو وروستو بيرته په دغه قبائيلي سيمه کې قائمو خپلو خوندي ځالو کې پناه اخلي.
دحقاني دډلې په ضد کارروايۍ کولو لپاره په پاکستان دامريکا لخوا فشار کې اضافه په روانه مياشت کې کابل کې په امريکائي سفارت خانه دبريد څخه وروستو رامينځته شوې، امريکائي چارواکي گمان کوي چې حقاني ډلې دغه بريد دپاکستان داستخباراتي شبکې ائي ايس ائي په ملاتړترسره کړى ؤ.
گراهم په يوه مرکه کې دنهې په ورځ وئيلي دي چې په پاکستان کې دکلونو راهسې روانو ډرون بريدونو څخه په وراخوا کيدى شي امريکائي قانون جوړونکي دپوځي عملياتو ملاتړ هم وکړي.
کيدى شي په دغو لارو چارو کې بمونه غورځوونکي امريکائي الوتکې پاکستان کې وکارول شي.
دجنوبي کيرولائينا ريپبلکن وائي چې هغه پاکستان ته دځمکنو پوځونو ليږلو پلوي نۀ دى.
دگراهم په قول زۀ وايم چې کله دامريکائي پوځيانو دماتې خبره راشي ، تاسو به نۀ غواړئ چې ځان په حدودو کې وساتئ، دا دځمکنو پوځونو ليږلو خبره نۀ ده، زۀ دهغې په اړه خبره نۀ کووم خو مونږ دډرون څخه په وراخوا نورې هم زياتې ذريعې لرو.
گراهم وويل چې امريکائي قانون جوړونکي به دپوځي فشار سيوا کولو په اړه په گامونو غور کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG