لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سېنیر پښتون خبریال او د افغان چارو کارپوهه رحیم الله یوسفزی مړ شو


رحیم الله یوسفزۍ

سېنیر پښتون خبریال او د افغانستان په چارو نظر ساتونکي رحیم الله یوسفزي ساه ورکړه.

په پېښور کې مېشته رحیم الله یوسفزی د پاکستان انګریزۍ زپې ورځپاڼي دي نیوز په پېښور کې مشر وو او د دې نه علاوه یې د یو شمېر نړیوالو مطبوعاتي ادارو سره کار کړی دی.

رحیم الله یوسفزی په نړیوالو کچه د افغانستان د چارو کار پوهه ګڼل کېدو او وخت په وخت په نړیوالو مطبوعاتو به ورسره مرکې کولې.

د رحیم الله یوسفزي د مرګ په اړه په پېښور کې د ډان ورځپاڼې مشر اسماعیل خان په ټوېټر وویل رحیم الله یوسفزۍ د کېنسر ناروغۍ له امله ساه ورکړه او په ورستیو ورځو کې ډیر کمزوری شوی.

اسماعیل خان په خپل پېغام کې وویل رحیم الله یوسفزی نه یوازې یو مشهور صحافي و بلکې د هغه مشر او رهنما هم وو.

نورو ډیرو کسانو رحیم الله یوسفزي ته پېروزنې وړاندې کړې، د هغه د شخصیت او د صحافت په مېدان کې یې د هغه د خدماتو ستاینه وکړه.

XS
SM
MD
LG