لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سربیا او مانټېنېګرو ښايي د اروپايي ټولنې بشپړ غړي شي


د یورپي اتحاد د غړو هیوادونو بیرغونه
د یورپي اتحاد د غړو هیوادونو بیرغونه

سربیا او مانټېنېګرو ښايي تر ۲۰۲۵ کال پورې د اروپايي تولنې بشپړ غړيتوب ترلاسه کړي.

د اروپايي کمیسیون مشر جین کلوډ ینکړ د بالکان هېوادونو په اړه د اروپايي ټولنې د نوې سټراتيژۍ د اعلان پرمهال وویل: "۲۰۲۵ کال ددې لپاره ټاکل شوی دی چې اړونده هېوادونه وهڅول شي چې د اروپايي ټولنې د غړیتوب په لاره کې کار وکړي. پرېکړه به هغه وخت کیږي چې اروپايي ټولنه په بالکان کې نوره هم وغځول شي او که نه. زه غواړم چې د بالکان لویدیځ هېوادونه د شرایطو په پوره کولو سره د اروپايي ټولنې غړي شي."

اروپايي ټولنه د شپږو هېوادونو په غړیتوب باندې غور کوي چې په هغو کې سربیا، مانټېنیګرو، البینیا، بوسنیا، کوسوو او مسیډونیه هېوادونه دي.

څېړونکي وايي، د کډوالو بحران د بالکان د سیمې سټراتيژیک ارزښت لا زیات کړی.

اروپايي ټولنه یوځل بیا په سیمه کې د روسیې د اغېز د پراخېدو په غبرګون کې په خپلې پراختیا باندې فکر کوي.

د سینټ مېړې د پوهنتون څخه جیمز کړ لینډزي وايي "روسیې په سیمه کې زیاته پاملرنه، درناوی او عزت راخپل کړی او زه فکر کوم چې دا په رښتیا هم یو اندېښنه ده. ترکیه هم په سیمه کې ډیره فعاله ده او مونږ وینو چې د اروپايي ټولنې سره د ترکیې اړیکې لا پسې په پراخېدو دي نو دا یوه بله اندېښنه ده او ددې ترڅنګ چین هم په سیمه کې ډیر فعال دی."

په اروپايي ټولنه کې د غړیتوب په شرایطو کې د خپلواکو محکمو، ازادو رسنیو او د تنظیم شویو جرمونو سره د روانې مبارزې درلودل یاد شویدي.
جیمز زیاتوي: "مونږ په ورستیو کلونو کې په هنګري او پولېنډ کې په یادو برخو کې یو څه په شاتګ وینو خو په ځینو نورو برخو کې بیا ځانګړی پرمختګ هم لري لکه د سوداګرۍ په برخه کې."

خو د یوګوسلاویا مسله لا پاتې ده. یواځې تېره میاشت په کوسوو کې د سربیانو یو سیاستوال وژل شوی دی.

سربیا د کوسوو د رسمیت پېژندلو څخه انکار کړی خو د کوسوو ولسمشر هاشم تاچي په چټکۍ سره د پرمختګ تمه لري. "زه د ورځو، اونیو او میاشتو په اړه خبرې نه کوم خو فکر کوم چې ۲۰۱۸ کال به یو مهم او پرېکړنده کال وي. که داسې و نه شي نو مونږ به د لسیزو لپاره په همدې حالت کې پاتې یو."

برسلز هیله لري چې بیلګراډ به وهڅوي چې د غړیتوب په مسله کې پرمخ ګام پورته کړي.

پروفیسور جمیز لینزي پدې اړه وايي: "څومره چې سربیا اروپايي ټولنې ته نږدې کړای شي همدومره به ښه وي."

څېړونکي وايي، برسلز هڅه کوي په راتلونکي کال کې له اروپايي ټولنې څخه د برتانیې له وتلو څخه وروسته خپل بلاک یوځل بیا راټول او ژوندی وساتي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG