لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سېسمي سټریټ کردارونه به د شام او عراق د ماشومانو په مخونو خندا خپروي


د سېسمي سټریټ کردارونه
د سېسمي سټریټ کردارونه

په منځني ختیځ کې جنگونو ماشومان ډیر زیات اغېز من کړې دي.

په شام کې خانه جنگي اووم کال کې داخله شوي ده او په عراق کې په لویه کچه سیمې د داعش وسلوالې ډلې څخه بېرته نیول شوي دی خو اوس هم هلته مکمل امن نه دی پرځای شوی.

په شام او عراق کې د جنگونو دلاسه د لکونو په شمیره کې ماشومان د کډوالو په کېمپونو کې ژوند کوي چې په ذهنونو یې د جنگونو نقشونه لا تازه پراته دي.

د امریکې یوې خېراتې ادارې سیسمي ورکشاب ویلي د منځني ختیځ د جنگ ځپلې ماشومانو په مخونو د خندا خپرولو دپاره به د سېسمي سټریټ کردارونه سیمي ته لیږي. سېسمي سټریټ د امریکې د ټېلي وژن یو مشهور پروگرام پاتی شوی دی چې پکې د گډاگو کردارونه په خندا او ټوکو کې ماشومانو ته د تعلیم ورکولو کوښښ کوي.

د وي او ای سره مرکه کې د سېسمي ورکشاپ یو چارواکي مېرمن شېري روزنفلډ وویل د سره صلیب نړي والې ادارې سره په شریکه به منځني ختیځ ته گوډاگو خپل کردارونه لیږي. هغې وویل د منځني ختیځ ماشومانو ته د ابتدايي تعلیم ورکولو به دوه برخې وې، په یوه برخه کې به یو اشاریه یو میلین ماشومانو ته نیغ په نیغه تعلیم ورکول کیږي او په دویمه برخه کې به نهه اشاریه څلور میلېنه ماشومانو دپاره په عراق، اردن، لبنان او شام کې تعلیمي نشریات خپرول کیږي.

په منځني ختیځ کې ددغه پروژي د عملې کولو دپاره مک ارتر فاوډیشن نومې مرستندویه ادارې ايي سي ارسي او سیسمي ورکشاپ ته ١٠٠ میلین ډالرې ورکړې دي.

مېرمن روزنفلډ وویل په منځني ختیځ کې به د سېسمي سټریټ د پروگرامونو دلارې ماشومانو ته په مقامي ژبو کې ته د لوستلو، حساب او د سماجي علمومو تعلیم ورکړی کیږي او ددې دپاره به د سېسمي سټریټ مشهورو کردارونو "اېلمو" "بگ برډ" او "کوکي مانسټر" ته به عرب او کرد نومونه کولی شي. د ټیلې وژن ترڅنگ په منځني ختیځ کې به د سېسمي سټریټ پروگرامونه لکه د وټس اېپ په رنگ په سوشل میډیا هم موجود وي.

د سېسمي ورکشاپ به د زکړې په مرکزونو کې د خپلو کردارونو په مدد د ماشومانو او د هغوي د مور او پلار ملاتړ هم کوي او ماشومانو د ذهني فشار کمولو دپاره به تربیه کونکوي تربیه کوي چې تر د دریو کلونو د عمر پورې د ماشومانو ذهني فشار کمولو لپاره به کور د کچنینانو کومک کوي.

په منځني ختیځ کې کارکونکي د ماشومانو د ښېگړې ادارې "سیو دي چلډرن" ویلی په شام کې په لکونو ماشومان د ذهني فشار سره مخامخ شوي دي او مرستې ته اړتیا لري. ماهرین وايي که چېرې د ماشومانو د دغه ذهني کیفیت علاج ونشي نو بیا پکې د جارحیت او د ځان وژنې رجحانات پیدا کېدلی شي.

د ملگرو ملتونو د ماشومانو اداره یونېسف وايي په شام کې یو اشاریه پنځه اوویه میلینه ماشومان د سکولونو نه بهر دي او دوه اشاریه شپږ میلین نور ماشومان د کډوالۍ ژوند کوي او د خپل تحفظ په فکر دي. یونېسف وايي په عراق کې دداعش خلاف د جنگ له امله د یو میلین نه زیات ماشومان بې کوره شوي دي او څلور میلینه ماشومانو د هر ډول مرسته ته ضرورت لري.

په عراق کې د ترهگرۍ خلاف چارواکي د هغه ٢٠٠٠ پورې ماشومانو په اړه تشویش لري چې داعش وسله والې ډلې ورته په خپلو سکولونو کې تعلیم ورکړی دی.

اي ار سي په سیمه کې په انساني امداد د اربونو ډالرو په مصرف کې یوازې دوه فیصد پیسې د ماشومانو به تعلیم لگول کیږي.

د سېسمي ورکشاپ مېرمن روزنفلډ وايي د دوی د ادارې هدف به دا وي چې په منځني خیتځ کې ماشومان د تشدد او د تندروۍ د اثراتو نه بهر راوباسي.

سېسمي ورکشاپ د افغانستان، ناېجیریا، فلسطین، اسرائیل او د کوسوو دپاره هم په مقامي ژبو کې پروگرامونه تیار کړې دي. د افغانستان په کلي والو سیمو کې سېسمي ورکشاپ مېرمنو دپاره د "باغچه سېم سیم" نومې نوم پروگرام چلوي. په دغه پروگرام کې د زري په نوم د شپږ کلنې جینۍ کردار ښودل کیږي چې سکول ته ځي او خپل اینده دپاره لوې لوې خوبونه لري. زري حجاب اغوستی وي. د پروگرام د تاثیر په اړه یوه نظر پوښتنه ښايي هغه ماشومان چې دغه خپرونه گوري د هغهو ٢٩ فیصد برخې په امتحان کې ٢٩ فیصد ښې شمیرې اخیستې دي.

سېمسي ورکشاپ دغه رنگ پروگرامونه د اسرائیلي، فلسطیني او په ناېجېریا کې د ماشومانو دپاره هم تیار کړې دي.

ځینې ماهرین وايي د ماشومانو د تعلیم په زریعه د ترهگرۍ مخه نیول کیدی شي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG